نن د خيبر پښتونخوا د ځينو سيمو په ګډون د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې لوی اختر دی

په جلال اباد کې د جون پر ۲۸مه د لوی اختر لمونځ کېږي.

نن د جون پر ۲۸مه د خيبر پښتونخوا د ځينو سيمو په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو مسلمان هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

په پاکستان کې حکومت اعلان کړی چې د جون پر ۲۹مه به لوی اختر وي، خو د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي ضلعو باجوړ او وزیرستان په ځینو سیمو، د مومندو په څلورو تحصیلونو او له چارسدې سره لګېدلې د شوقدر په ځینو برخو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ لمانځل کېږي.

په پاکستان کې د لوی اختر لپاره سر له نن څخه (جون ۲۸مه) عامه رخصتي اعلان شوې ده.

په سعودي عرب کې هم نن (جون ۲۸مه) د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

تېر اختر او دا اختر د نجونو لپاره ډېر بېرنګه وو ځکه زما په شمول ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې پاته شوې.
سېلۍ

په سعودي عربستان کې سږ کال د حج مراسم د جون له ۲۵مې نېټې څخه پيل شوي ول. روان کال تر دوه ميلينونه زیات مسلمانان حج کوي چې پکې ۱۶ لاکه له بېلا بېلو هېوادونو څخه سعودي عربستان ته ورغلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې دا څلورم اختر دی چې افغانان يې نن (جون ۲۸مه) لمانځي.

د طالبانو محدودیتونو او د خلکو زیاتې بېوزلۍ د اختر خوښالۍ په تېره بیا د ښځو لپاره کمرنګه کړې دي چې دوی يې لوی لامل له زده کړو او کاره څخه محرومیت ګڼي.

سېلۍ د ننګرهار اوسېدونکې ده. هغې د جون پر ۲۷مه مشال راډيو ته وویل چې د خوشالۍ هيڅ پلمه نه ده ورپاته شوې.

هغه زیاتوي: “تېر اختر او دا اختر د نجونو لپاره ډېر بېرنګه وو. ځکه زما په شمول ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې پاته شوې. تعلیمونه یې په نیمه کې پاتې دي. پوهنتونونه او مکاتب تړل شوي. د نجونو هیلې له خاورو سره خاورې شوې. نو دا اختر د نجونو لپاره هيڅ رنګ او خوند نه لري او نه هم پکې د خوښۍ لپاره څه شته."

د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې پر موسیقۍ هم بندېز لګول شوی دی او په مېلو او نورو تفرېحي ځایونو کې د ګډاوو او نورو ښادیو مخه تر ډېره ډب شوې ده.

په دې محدودیتونو سربېره چې تر ډېره ځوانان او نجونې ترې کړېږي زیاتېدونکې بېوزلي هم د اخترونو خوښالۍ کمې کړې دي.

ګڼ خلک له بېروزګارۍ او غریبۍ شکایت کوي او وایي، د اختر د سودا اخیستلو توان نه لري. په لویو اخترونو کې چې به پخوا خلکو قربانۍ کولې سږ کال د څارویو د پلور او پېر بازارونه هم ساړه دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کراچۍ کې د قربانۍ د څاروو لویه منډيي لګېدلې

په نیمروز کې د څارویو يو خرڅوونکي مشال راډیو ته وويل چې سږ کال ډېر خلک د څارویو د اخیستلو توان نه لري.

نوموړي وايي: "خلک غریب او کمزوري دي، دلته د څارویو لیدو ته راځي، بیه کوي. له ۳۵ تر ۸۵ زرو او یو لک (افغانيو) پورې دلته څاروي لرو، خو خلک ناتوانه دي. اخیستی یې نه شي. نو زموږ کارونه هم نه‌ شته."

له ټولنیزو محدودیتونو او پراخې بېوزلۍ سره سره یو شمېر خلک بیا له امنیته راضي دي. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې د اختر لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.

د اختر په مناسبت د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخندزاده څو ورځې مخکې په خپل پيغام کې د بشپړ امنیت د تامینېدو یادونه کړې وه.

هغه بیا په خپل اختریز پيغام کې ادعا کړې وه چې، د ښځو حقونه تامین شوي خو د هغه دا خبره د ګڼو ښځينه او بشري حقونو فعالانو له ‌خوا په کلکه رد شوې ده.

راپور: صفی الله ستانکزی