د بخښنې نړیوال سازمان(ایمنسټي انټرنېشنل) په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د تعلیم مبارز مطیع الله ویسا ژر خوشی کړي.
د سازمان د جنوبي اسیا څانګې د جون پر ۲۷مه پر ټویټر ولیکل چې درې میاشتې وشوې چې طالب چارواکو ویسا نیولی دی چې دا د نړیوالو انساني حقونو، د بیان ازادۍ او د سوله ییزې غونډې له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
ادارې پر طالب چارواکو غږ کړی چې په سمدستي او بې له شرطه دې ویسا خوشې کړي.
Today marks three months since education rights activist @matiullahwesa was arbitrarily arrested by the Taliban de-facto authorities. His continued detention is a clear violation of the rights to freedom of expression and peaceful assembly under international human rights law.… pic.twitter.com/VyzFfWJKzZ
— Amnesty International South Asia, Regional Office (@amnestysasia) June 27, 2023
د تعليم لپاره کار کوونکی، د "قلم لار ټولنې" مشر مطیع الله ویسا طالبانو د مارچ پر ۲۷مه په کابل کې ونيو، د هغه کور یې وپلټه او وروڼه یې هم بوتلل، خو وروڼه یې وروسته خوشې شول او ویسا لا هم په بند کې دی.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد رسنيوو ته ويلي وو چې د مطیع الله ویسا په اړه د طالبانو استخباراتو ځينې معلومات لرل چې هغه له ځينو "مشکوکو خلکو سره اړيکې" لرلې.
د طالبانو حکومت تر اوسه د بخښنې نړیوال سازمان د تازه بیان په اړه تبصره نه ده کړې.
دا هم وګورئ:
ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د طالبانو په لاس ماورای عدالت قتلونه دوام لريرېچرډ بېنېټ: طالبان دې مدني فعالان خوشې کړي چې له کورنیو سره اختر ولمانځيملګرو ملتونو د مدني فعال مطيع الله ويسا د "خونديتوب" غوښتنه کړېد یوه بل خبر له مخه په افغانستان کې یو مدني فعال نورايل کليوال چې شاوخوا درې نيمې میاشتې وړاندې طالبانو نیولی وو، د جون پر ۲۷مه له بنده خوشی شوی دی.
د کليوال وراره عبدالقدير پاڅون مشال راډيو ته دا خبر تایيد کړ. نورايل د هلمند ولايت اوسېدونکی او په خپله سيمه کې د پي ټي ايم استازی دی.
نوموړی داسې مهال خوشی شوی چې، یو شمېر هغو کورنيو چې عزيزان یې د طالبانو په بند کې دي د اختر په مناسبت د هغوی د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.