د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان د اسلامي هېوادونو له هغو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي چې د حج په مراسمو کې یې ګډون کړی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر باندې له ولیعهد سره د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست ملا یعقوب عکس خپور کړی. مجاهد لیکلي چې د دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د حج د سفر په ترڅ کې ولیدل.
د سعودي خبري اژانس په بیان کې د طالبانو د چارواکو یادونه نه ده شوې خو په بیان کې راغلي چې ولیعهد د مالیزیا د پاچا، د پاکستان، سنیګال او بنګله دېش د ولسمشرانو په ګډون له هغو چارواکو سره ولیدل چې حج ته ورغلي دي.
د سعودي عرب په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو له دې سره سره عربي هېوادونو لوړپوړو مقاماتو د طالبانو له چارواکو سره لیدلي او اړیکې ورسره پالي.
تر دې وړاندې د قطر وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني او د قطر د استخباراتو مشر عبدالله الخلیفي د مې پر ۱۲مه افغانستان ته تللی ول او د طالبانو د حکومت له مشرانو سره یې کتلي ول.
رویټرز اژانس د مې پر ۳۱مه په یو رپورټ کې ویلي ول چې الثاني په هغه سفر کې له هبت الله اخوندزاده سره هم خبرې کړې وې.
دا هم وګورئ:
اوتنبایوا: تر څو طالبان لګوليبندیزونه ختم نه کړي، هېڅ هېواد یې په رسميت نه پېژنيد عشقاباد غونډې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه کړېرپورټ: قطري وزیراعظم د طالبانو له مشر سره لیدليپر نجونو او ښځو د تعلیم او کار محدودیتونه، د ترهګرۍ پرضد مبارزه او په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت نه جوړېدل د طالبانو او د نړیوالې ټولنې د اړیکو د خرابېدو مهم لاملونه دي.
د طالبانو چارواکي دریځ لري چې حکومت یې ټولګډونه دی او داراز یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ښځو ته یې "له شریعت سره سم" حقونه ورکړي دي او دا راز د نجونو تعلیم په اړه تګلاره جوړوي.
د دې ترڅنګ د طالبانو حکومت په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د مرګژوبلې او ګرفتاریو خبرونه هم ورکوي.