په سوات کې د جماعت اسلامي‌ ځايي‌ مشر نیول کېدو پرضد احتجاج شوی

د جماعت اسلامي او سوات ولسي پاڅون پلویان د مینګورې به نشاط چوک کې د جولایي په لومړۍ د سیاستوالو د نیولو ضد احتجاج کوي.

د خیبرپښتونخوا د سوات په مېنګوره کې د جماعت اسلامي د ځايي‌ مشر اظهارالله د نیول کېدو پرضد یاد ګوند او ولسي پاڅون په شریکه احتجاج کړی دی.

د مېنګور په نشاط څلور لاره کې د جولايي پر لومړۍ نېټه د شوي احتجاج ګډونوالو غوښتنه کوله چې د جون پر ۲۷مه نیول شوی اظهار الله دې زر تر زره خوشې کړل شي.

د دې احتجاجي مظاهرې مشرتابه تور پور کړ چې د سیمې پولیس بې ځایه د سیاستوالو پرضد د ترهګرۍ مقدمې جوړوي او هغو نیسي.

د جماعت اسلامي صوبایي مشر او سېنېټر مشتاق احمد خان مظاهرې ته وویل چې د پاکستان ایين ټولو خلکو ته د بیان ازادۍ او تقریر کولو اجازه ورکړې خو پولیس په نیمه شپه د سیاسي خلکو پر کورونو چاپې وهي.

ده وویل،‌ "اظهارالله د پاکستان په ایین کې د ۱۶ مادې مطابق احتجاج کاوه، هغه د امن خبره کوله خو د هغه خلاف په مقدمه کې راغلي چې هغه په ایجنسیو او نورو ادارو پسې سپکې خبرې کړې دي.''

سنېټر مشتاق احمد خان وویل، کومه ویډیو چې پولیسو د اظهارالله پرضد وړاندې کړی ده، دا معلومه نه ده چې هغه کره ده او که جعلي ده، اوسنۍ ده او که پخوانۍ ده.

دا هم وګورئ:

د سوات پولیسو د پاکستان تحريک انصاف ۲ سیاستوالان نیولي ديعمران خان: پوځ د وسله والو په ځای د تحریک انصاف ختمولو پسې راخیستې

مظاهرې ته د ولسي پاڅون یو مشر افتاب خان وویل چي په سوات کې د امن لپاره غږ پورته کوونکي او جلسه کونکي نيول کېږي.

هغه وویل چې په سوات کې امن غواړي او د هغو لپاره به غږ پورته کوي‌ چې پر غږ پورته کولو نیول کېږي او مظاهرې کوي.

ده وویل، ''موږ دا مبارزه د خپل ولس او قام لپاره کوو. موږ دلته توپې یا ټینکونه نه دي راوستي چې دوی پر موږ ایف ای ار کوي، که د سوات یو تن ته هم زیان ورسېدی نو ټول ولس به راوځي او سړکونه به بندوي.''

بلخوا د سوات د پولیسو مشر شفیع الله ګڼداپور په سوات کې د سیاستوالو د ګرفتارۍ په اړه د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې نور معلومات ورنه کړل خو یوازې دا یې وویل چې پولیس تر قانون لاندې خپلې کارووایانې کوي.

د تېر کال له اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په سوات او نورو سیمو کې ناامني زیاته شوې او په بریدونو کې ولسي وګړو او سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د سوات اوسېدونکي دعوه کوي چې هلته وسلوال ورغلي دي. د سیمې اوسېدونکو له تېر شاوخوا یو کال راهيسې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې کړې دي. خو انتظامیه وايي چې هېڅوک د امنیت خرابولو ته نه پرېږدي.

په ۲۰۰۸ز کال کې پوځ په سوات بونېر او اړونده سیمو کې د ملا فضل الله په مشرۍ د تحریک طالبان پاکستان د وسلوالو پر ضد پراخ عملیات کړي ول چې په نتيجه کې يې په لکونو خلک بېکوره شوي او يوشمېر نور وژل شوي او ژوبل شوي ول.

د سوات ولسي پاڅون او سوات قامي جرګې مشران وايي که د ناامنۍ لړۍ روانه وي نو هغوی به خپل احتجاجونه د پاکستان نورو سیمو ته هم وغځوي. دوی وايي، وسلوالو ته سیمې ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

بلخوا حکومت او پوځ ټینګار کوي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې یې د وسله والو پرضد ځانګړو او هدفي عملیاتو او امنیتي اقداماتو ته دوام ورکړی دی.