په پېښور کې د جرګې پر مهال ډزو کې څلور وروڼه وژل شوي

په پېښه کې د هزار خوانۍ کونسلر ملک وحید او د هغه درې وروڼه وژل شوي دي ـ پخوانی انځور.

د پېښور په دیر کالونۍ کې د یوې جرګې پرمهال د ډزو په تبادله کې څلور تنه وژل شوي دي.

پولیس وایي د جولایي پر اوومه د رحمان بابا د پوليس سټيشن په حدودو کې پرتې سیمې هزار خوانۍ کې د ځمکې په سر د شخړې هوارۍ لپاره جرګه روانه وه چې پکې خبره ګرمه شوه او دواړو خواوو پر یو بل ډزې وکړې

په پېښه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د هزار خوانۍ کونسلر ملک وحید او د هغه درې وروڼه وژل شوي دي. پر دې سربېره په یاده پېښه کې دوه کسان ژوبل هم دي.

د هزار خوانۍ د رحمان بابا پولیس ټانې چارواکو ویلي چې د پېښې مقدمه یې درج کړې او پلټنې يې پیل کړې دي.

په خیبر پښتونخوا کې دا ډول پېښې مخکې هم مخې ته راغلې دي چې په ترڅ کې یې د شخړې د هوارۍ لپاره د غوښتل شوې جرګې پر مهال خبره ورانه شوې، ‌ډزې پیل شوي او ځاني تاوان یې رسولی دی.