په پکتیا کې ځوانان په سکېټ لوبه ساعتیري کوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د افغانستان په پکتیا کې یو شمېر ځوانانو د سکېټ لوبې ته مخه کړې ده.
ورزشکاران وايي، دوی د تمرینونو لپاره مناسب ځایونه نه لري او اړ دي، چې د لوبو لپاره د ښار کوڅو او لویو لارو ته ووځي. ځايي چارواکي وايي، د سکېټ لوبغاړو د ستونزې تر حل کېدو هغوی د پوهنتون له سپورټي جمنازیومه ګټه پورته کولی شي.
د مشال راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ