په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله یې په یاد هیواد کې له ۲۵ نه د زیاتو دولتي روغتونونو ملاتړ درولی دی.
د سره صلیب نړیواله کمېټه د هغه څه له کبله چې ظاهراً اقتصادي ستونزې ګڼل کېږي، په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د محدودولو خبره کوي.
ځینو سرچینو له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې وروسته له هغې په افغانستان کې له ګڼو روغتونونو سره د دارو درملو او نورې مرستې ودرولې، چې طالب چارواکو له خپلې لارې د دغو مرستو د رسولو سپارښتنه وکړه.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، څه کم دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته، سره له دې چې ګڼو ادارو خپل فعالیتونه ودرول، خو دوی د خلکو د فوري غوښتنو د پوره کولو لپاره خپلې مشخصې مرستې د افغانستان روغتونو سره روانې وساتلې.
په افغانستان کې د دې ادارې ویاند پروېز احمد فیضي مشال راډیو ته وویل، د دوی دغه مرستې لنډمهاله وې.
هغه وویل: "هېڅکله نه وه ټاکل شوې چې دغه مرستې به اوږدمهاله وي، ځکه د خلکو د فوري اړتیاوو پوره کولو لپاره وې. د سره صلیب اصلي هدف دا وو چې چارواکو ته اجازه ورکړي تر څو ځانونه تنظیم او خپل مسوولیتونه پر غاړه واخلي. هغو مالي ستونزو ته په پام چې د سره صلیب نړیواله کمېټه په ټوله نړۍ کې ورسره مخامخه ده، د ټولو صحي خدماتو د مسوولیتونو لېږدول یې د افغانستان روغتیا وزارت ته واضح کړي دي. موږ بیا هم په بېلابېلو برخو له دې جملې د زندانونو، د فزیکي توانمندۍ، اوبو، اقتصادي خوندیتوب، حفظ الصحې، اضطراري غبرګون او نورو برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوو."
دا هم وګورئ:
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړید ګلانو کېمپ وزیرستاني کډوال مرستې غواړيد روغتیا نړیوال سازمان وايي د مرستو کمېدل یې په افغانستان کې کار اغېزمنويملګري ملتونه هیلمن دي چې طالبان به ښځو ته د کار اجازه ورکړي"پاملرنه" په افغانستان کې ځنډولي کارونه بیا پيلوي
د کندهار د روغتیا ریاست ویاند ډاکتر عبدالمنان کاکړ مشال راډیو ته ویلي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له څه باندې درو میاشتو راهیسې د کندهار د میرویس روغتون په ګډون له هغو ۲۵ نه د زیاتو روغتونونو سره چې دوی یې ملاتړ کاوه د درملو او نورو توکیو مرسته بنده کړې ده.
د سره صلیب د مرستو بندېدو، په میرویس حوزوي روغتون کې هغو ناروغانو ته ستونزې پېښې کړي، چې د کندهار تر څنګ له څنګلوریو ولایتونو ورته راځي.
یو تن وویل: "سید ګل یم له هلمنده مې دلته ناروغان راوستلي دي. د درملو او خوړو تابیا نه شته. دا هرڅه په خپلو شخصي پیسو رانیسو. داسې پایوازان هم راسته شته چې د خپلې ډوډۍ پیسې هم نه لري."
د طالبانو حکومت لا په دې اړه څرګندونې نه دي کړي، خو پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته پر نړیوالو مرستندویو ادارو فشارونه زیات شوي دي، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو کار منع اعلان شو.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په روان ۲۰۲۳م کال کې به ۱۷ ملیونه او شپږلکه وګړي چې ۵۳ فیصده یې ماشومان دي، روغتیايي مرستو ته اړ وي.