د خیبر پښتونخوا خیبر پولیسو د یوشمېر هغو فعالانو او قامي مشرانو پر ضد مقدمې لیکلي چې د تیرا په "امن مارچ" کې یې ګډون او یا هم ویناوې کړې وې.
د خیبر پولیسو د جولای پر ۲۸مه مشال راډیو ته د ابتدايي معلوماتي رپورټ (اېف ای ار) نقل استولی دی چې پکې د سیاسي فعال خان ولي اپرېدي، عبدالغني اپرېدي، حسین احمد اپرېدي او قامي مشر ملک نصیر احمد کوکیخېل نومونه شامل دي.
د مقدمې په متن کې راغلي چې هغو کسانو د جولای پر ۲۵مه په تیرا امن مارچ او جلسه کې د "ریاستي ادارو او پوځ پر ضد" ویناګانې کړي او ولس یې د ریاست پر ضد "پارولې، خلک یې بغاوت ته هڅولي او په سیمه کې یې د ګډوډۍ پیدا کولو هڅه" کړې.
د خیبر فعالانو د پولیس دا اقدام غندلی دی. د خیبر سیاسي اتحاد یو مشر شاه فیصل اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې پولیس دې د سیاسي فعالانو پر کورونو له چاپو وهلو ډډه وکړي.
د جولای پر ۲۵مه سیاسي اتحاد او ګڼو فعالانو د خیبر ضلعې تیرا په لرباغ کې جلسه کړې وه چې پکې یې له حکومته غوښتي ول چې د ناامنۍ ضد دې کوټلي اقدامات وکړي او امنیتي ځواکونه دې له ولسي وګړو سره له ناسم چلنده منع کړي.
هغه جلسه پر داسې مهال شوې د جولای پر ۲۰مه د خیبر په باړه کې دوو ځانمرګو بریدونو پولیسو ته مرګژوبله واړوله. تر دې مخکې هم په هغه سيمه او د خيبر ضلعې په ځينو نورو ځايونو کې بریدونه او د خلکو د تښتونې پېښې شوې دي.
د هغې سیمې وګړي وايي، دا ځل د ناامنۍ له کبله خپل کلي او کورونه نه پرېږدي بلکې د امنیت ټینګښت لپاره د سوله ییزو غونډو، جلسو او لاریونونو لپاره پر حکومت فشار اچوي چې پرېکنده اقدام وکړي.