د امريکا او طالبانو پلاوي د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي او ټاکل شوې، چې د جولايي پر ۳۰مه او ۳۱مه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمینځ د اختلاف وړ مسایلو په اړه خبرې وکړي.
په غونډه کې د امریکا له خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري برخه اخلي.
د طالبانو له خوا به د هغوی د حکومت د بهرنیوچارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی د طالبانو په استازولۍ ګډون کوي.
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د جولای پر ۲۹مه دوحې ته د روانېدو پرمهال د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې وویل، چې د دوی تمرکز به د نورو موضوعاتو ترڅنګ د طالبانو پر یوشمېر مشرانو د بندیزونو پر ليرې کولو وي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، له امریکانو سره غونډې به دوه ورځې دوام ولري.
ده وویل، "دوی به (طالب پلاوی) له امریکایي پلاوي سره د تور لېسټ، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د اعتماد جوړونې د اقداماتو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي."
بلخوا د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي، چې امریکايي پلاوی به د ښځو د حقونو، امنیت، اقتصاد او د نشه یي توکیو پرضد په مبارزه کې د هڅو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.
دا هم وګورئ:
امير خان متقي له امريکايي چارواکو سره خبرو لپاره قطر ته ځيجیک سلیوان: هڅه کوو چې طالبان ژمنې پوره او افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نشيطالبان وايي، سینګارتونونه یې ځکه تړلي چې له شریعت سره سم نه وود قطر پلازمینه دوحه له تیرې څه مودې راهیسې د افغانستان اړوند د ډېپلوماټیکو خوځښتونو مرکزی اوسېدلی دی. هلته په مخکې وختونو کې هم امریکایي چارواکو او طالب مشرانو لیدنې کړې دي خو په پایله کې یې د دواړو خواو په دریځونو کې د پام وړ بدلون نه دی لیدل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بیا امريکاييچارواکو ويلي چې طالبان باید په افغانستان کې د ښځو پر تعليم او کار بندیزونه ليرې کړي.
تېره اوونۍ د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو چارو کمېټې مشر مايکل مېککال له طالبانو سره د امريکايي چارواکو پر ملاقاتونو نيوکې کړې وي. هغه په دې اړه د بهرنيو چارو وزير اینتوني بلېنکن ته يو خط استولی وو.
مېککال په لیک کې پر امريکايي چارواکو نيوکې کړې چې په وينا یې د طالبانو د "استبدادي حکومت" له چارواکو سره ملاقاتونه کوي.
هغه غوښتنه کړې ده چې امريکايي چارواکي بايد له طالبانو سره راشه درشه ودروي. تر اوسه واشنګټن په دې اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د افغانستان حکومت په زور نیولی دی او پر ښځو یې د تعليم او کار تر څنګ ګڼ نور بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو حکومت په يو وروستي اقدام کې سینګارتونونو ته هم د اګست تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی دی چې ورسره به هغه وتړل شي او له کبله یې د زرګونه ښځو بې کاره کېدو خطر پیدا شوی دی.
طالبانو د دغو بندیزونو د نرمولو لپاره د ملګروو ملتونو، د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان او اروپايي ټولنې غوښتنې رد کړې دي.
طالبان وايي، دا یې داخلي مسايل دي. ملګرو ملتونو ټينګار کړی چې که طالبان دا بندیزونه لیرې نه کړي، هېڅ هېواد به یې حکومت په رسميت و نه پېژني.