د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره بیا پرانیستل شوې ده

پر تورخم هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.

د لواړګي انتظامي مشر ارشاد مومند مشال راډیو ته وویل چې د تورخم ور د اګست شپږمې له سهاره بیا خلاص شوی دی.

هغه وویل چې د سهار له ۱۰ بجو د کسټم (ګمرک( دفترونه پرانیستل شوي او د پاکستان او افغانستان ترمینځ سامان وړونکي ګاډي او مساپر تګ راتګ کوي.

مومند زیاته کړه، په تورخم کې د دواړو خواوو امنیتي او سرحدي چارواکو پر صفري نقطه مذاکرات وکړل او تړل شوې لار یې خلاصه کړه.

دا تر هغې وروسته ده چې د اګست پر پینځمه د پاکستان اېف سي ځواک او د طالبانو پوله ساتونکو ترمینځ هغه مهال لفظي شخړه وشوه چې پاکستانیو سرتېرو افغان ماشومان له تګه منع کړل. تر دې وروسته دواړو خواوو دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده کړه.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغان ناروغانو پاکستان ته د نه پرېښودو په سر هم یوشمېر وارې تورخم دورازه تړل شوې او بیا خلاصه شوې ده.