کوکیخېلو د انتظامیې تر ډاډ وروسته پرلت پای ته رسولی دی

کوکیخېلو د کډوالو له څه د پاسه یوې میاشتې راهیسې پرلت وهلی وو. پخوانی انځور.

د خیبر په جمرود کې د راجګل کډوالو دستنېدو په اړه د کوکيخېلو احتجاجي پرلت پای ته رسېدلی دی.

د خیبر انتظامي مشر عبدالناصر د اګست پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې له کوکيخېلو سره يې مذاکرات بریالي شوي او دواړه خواوې په دوو پړاوونو کې د راجګل کډوالو پر ستنېدو رضا شوي دي.

د نوموړي په وینا، سږ کال د سېپټېمبر پر ۱۶مه، په لومړي پړاو کې د څلورو کلیو خلکو ستنېدل پیلېږي چې د اکتوبر تر ۳۰ مې پورې به دوام وکړي.

دار راز دویم پړاو به د ۲۰۲۴ز کال د مې میاشتې له لومړۍ نېټې پیلېږي او د سېپټېمبر تر۳۰ مې نېټې پورې به روان وي.

ډېپټي کمېشنر وویل چې په دې اړه یې سرکاري اعلامیه خپره کړې او د هرې تپې او خېل د غړو د ستنېدو لپاره یې نېټې ټاکلې دي.

د کوکيخېلو د احتجاجي پرلت مشر ملک نصیر اپرېدی وویل چې له انتظامي مشر، د پولیسو یو مشر او اړوندو چارواکو سره یې لېدلي او هغوی ته یې ویلي دي چې د افغانستان له ننګرهار ولایت سره لګېدلو سیمو ته دې د خلکو ورستنېدو اجازه ورکړي.

د نوموړي په وینا، د چارواکو تر ډاډ او لیکلې موافقې وروسته یې پرلت ختم کړی دی.

راجګل د خیبر ضلع د جمرود تحصیل برخه ده. په ۲۰۱۳ز کال کې د بدامنۍ او پوځي عملیاتو له امله د هغې سیمې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې چې زیاتره یې اوسمهال د جلوزیو کډوالو کیمپ پر ځای په جمرود کې له خپلوانو کره اوسي.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې روان کال د مارچ په میاشت کې یې خوا وشا ۵،۰۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې کړي دي.

د تیرا راجګل د جمرود له بازاره شاوخوا ۹۰ کېلومیټره لیرې پرته غرییزه سیمه ده چې یو اړخ یې د افغانستان له ننګرهار ولایت، او نورې برخې یې له تیرا میدان، اورکزیو او کورمې سره لګېدلې دي.