په تیرا کې وسلوالو د انجینر په ګډون ۲ تنه تښتولي دي

د تيرا د يو کلي انځور - له ارشیفه

د خیبر ضلعې پولیس وايي، د تيرا په پیر مېنه (پیر مېله) سیمه کې وسلوالو يو انجینر او يو مزدور تښتولی دی.

د ضلعي پولیسو وياند ظهیر خان اپرېدي د اګست پر ۲۳مه مشال رېډیو ته وويل چې انجینر عامر خټک د کرک دی او عظمت اپرېدی د خیبر د کوکيخېلو اوسېدونکی دی.

د ده په خبره، هغه کسان هلته د ورسک کرکټ سټېډییم (لوبغالي) جوړولو لپاره مېشت ول چې وسلوال یې استوګنځي ته ورغلي او له هغه ځایه یې له ځان سره بیولي دي.

اپرېدی زیاتوي چې د پېښې پلټنې کوي او د تښتول شویو کسانو لټون یې پیل کړی دی.

د ورسک سټېډیم یو بل کارکوونکي چې د پېښې پر وخت هم هلته وو، له پولیسو سره په درج کړي رپورټ کې ویلي دي چې ټول اته وسلوال ورغلي ول او هغه دوه کسان یې وتښتول.

تر اوسه معلومه نه ده چې چا هغه انجینر او مزدور تښتولی دی او هېڅ یوې وسلوالې ډلې یې ذمه واري نه ده منلې.

خو په خیبر کې په وروستیو میاشتو کې د امنیت وضع خرابه شوې ده خو چارواکي وايي چې د وسلوالو ضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.