د امریکا ولسمشر جو بایډن یوځل بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې دوی وښووله چې د ترهګرو او هغوی چې امریکا ته د ضرر رسولو هڅه کوي، اړتیا نه شته چې پر وړاندې یې د اقدام کولو لپاره خپل عسکر تل د جګړې په ډګر کې وساتي.
امريکا له افغانستانه خپل وروستی عسکر د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۳۰مه اېستلی وو. سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دويمې کلیزې په مناسبت د اګست پر ۳۰مه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته هم د امریکا د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی او ډاډ یې ورکړی چې خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.
د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا سرپلټونکې ادارې یا سیګار هم څو اوونۍ وړاندې کانګرس ته په یوه راپور کې ویلي وو چې دغه هېواد په تېرو دوه کلونو کې له افغانستان سره ۲،۳۵ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.
خو په جولای کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال بیا نیوکه کړې وه چې د افغانستان د مالیه ورکوونکي پیسې د نوموړي په خبره د طالبانو په څېر د هغو ترهګرو جیبونو ته ورځي چې ښځې ځپي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې تمویلوي او هره ورځ بشري حقونه نقضوي.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې د بایډن له قوله ویل شوي چې دی د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی او له کانګرس څخه یې غوښتنه کړې چې "د افغانانو د بیا مېشتېدو طرحه " تصویب کړي تر څو په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو دایمي او قانوني بیا مېشتېدو ته لار هواره شي.
دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تېره ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې په امریکا کې ۱۹ زره افغان پناه غوښتونکي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي او نه پوهېږي چې د پنا غوښتنه به یې ومنل شي که نه؟
په امریکا کې یو شمېر هغه افغان پناه غوښتونکي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې هېواد ته ورغلي دي، هم وايي تر اوسه یې د دایمي اوسېدنې اسناد نه دې ترلاسه کړي او دوی د امریکا له کانګرس څخه غواړي چې" د افغانانو د بیا مېشتېدو طرحه" ژر تصویب کړي.
دا هم وګورئ:
په نړۍ کې سلګونه افغانانو د طالبانو واکمنۍ دويمه کليزه د تورې ورځې په توګه لمانځلېداعش ډله پاکستان او افغانستان ته څومره لوی خطر دی؟ځانګړی رپورټ: ایا پښتون مېشتې سيمې بیا د وسله والۍ دور ته ستنېږي؟له دې ډلې محمد امین ازادي راډيو ته وویل: "له یو نیم کال راهیسې په امریکا کې اوسېږم، د ګرین کارت هېڅ معلومات نهشته، یو بې برخلیکه ژوند دی. له کانګرس څخه مو غوښتنه دا ده چې زموږ دې بې برخلیکه حالت ته د پای ټکی کېږدي."
په امریکا یو بل افغان پناه غوښتونکی شېر محمد هم وايي، ډېری افغان پناه غوښتونکي که په درېیمو هېوادونو کې دي یا هم امریکا ته رسېدلي دي، له ستونزو سره مخ دي. نوموړی غوښتنه کوي چې د امریکا متحده ایالاتو اړوندې ادارې دې د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.
هغه زیاته کړه: "هغه افغانان چې په درېیمو هېوادونو کې دي او د P2، P1 یا SIV کېسونه لري، هلته له ستونزو رنځېږي. د دې ترڅنګ هغه افغانان چې امریکا ته رسېدلي او د اسنادو پروسه یې مخکې نه ده تللې، هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي، له همدې امله د امریکا له مسولو ادارو غوښتنه کوم چې د افغانانو لپاره د پناه غوښتنې چارې اسانه کړي."
د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې د بایډن له قوله ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه ۱۲۰۰۰۰ تنه د تخلیې په پروسه کې ایستل دي چې ډېری یې د دوی افغان همکاران وو.
خو ګڼ نور افغانان چې د امریکا د پناغوښتنې په شرایطو برابر دي او د تخلیې له پروسې پاتې شوي، لا هم په درېیمو هېوادونو یا افغانستان کې پاتې چې ډېر کله دوی د خپلو اقتصادي او امنیتي ستونزو ترڅنګ د پناه غوښتونې د پڅ بهیر په اړه هم شکایتونه کړي دي.
امریکا د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۰مه نېټه له افغانستان څخه د وروستي سرتېري په ایستلو سره د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.
خو د امریکا له وتلو دوه کاله وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت هېڅ هېواد لا په رسمیت نه دی پېژندلی او په کور دننه او بهر د افغانانو ستونزې لا ډېرې شوې چې د ملګرو ملتونو په وینا ۲۹.۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ شوي او په تېرو دوو کلونو کې تر یو نیم میلیون ډېر افغانان یوازې ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.