د شمالي وزیرستان د میرامشاه بازار دوکاندارانو او مالکانو يو ځل بیا له حکومته د پوځي عملیاتو پرمهال د شوو تاوانونو معاوضه غوښتې ده.
د ميرامشاه ړنګ شوي بازار دکاندارانو د سيپتمبر پر څلورمه، په میرامشاه پریس کلب کې یوې خبري غونډې ته وويل چې حکومت باید په خپلو وعدو عمل وکړي. دوی وويل چې چارواکو څو ځل ټولو زیانمنو شويو خلکو ته د پیسو د ورکړې وعدې وکړي خو بیا هم ځيني خلک له پیسو اخیستلو پاتې شوي دي.
په دې موقع د سیمې د سوداګرو کمیټۍ یو مشر ثناالله مشال رېډیو ته وویل چې تراوسه نیمايي دوکاندارانو ته معاوضې نه دې ورکړل شوې. "زموږ ۲۱ اربه روپۍ تاوان شوی وو خو دوی ویل چې حکومت په خساره کې دی نو موږ ورسره په پنځه اربه او ۷۶ کروړه روپو رضا شو. تراوسه ۲۵۰۰ دوکاندارانو ته پیسې ترلاسه شوي او نورې پاتې دي. موږ ټول احتجاج ته مجبوره شوي یو نو ځکه به د احتجاج په توګه بنو او میرامشاه ترمنځ لویه لاره وتړو."
دا هم وګورئ: د میرامشا سوداګر له کلونو راهیسې د ړنګو دوکانونو تاوان په انتظار ديد پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون پر ۱۵مه په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او د سیمې د خلکو په وینا ، پکې بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.
حکومت تر عملیاتو وروسته ژمنه کړې وه چې د بیارغونې او پرمختیايي چارو تر څنګ به اغېزمنو خلکو ته د دوکانونو او کورونو معاوضې ورکوي. په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې د خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو نو د شاوخوا دوو کلونو په موده کې انتظامیې او پوځ د میرامشا او میرلي د بازارونو څه برخې بیا ورغولې.
د ۲۰۲۳ز کال د جون پر ۱۶مه، هغه مهال د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ مشال راډیو ته وویل چې یو نیم ارب روپۍ به ژر صوبايي حکومت ته ولېږدول شي. هغه زیاته کړې وه چې دا پیسې بیا پر دوکاندارانو ووېشل شي.
بلخوا د شمالي وزیرستان انتظامي مشر ریحان ګل خټک مشال راډیو ته ویلي چې په تېرو کلونو کې حکومت ۲۹۵۰ دوکاندارانو ته د تاوانونو معاوضه ورکړې دي. خو هغه زیاته کړه چې حکومت انتظامیې ته د پاتې کسانو پیسې لا نه دې ورکړي نو ځکه دغه معاوضې پاتې دي.