د شمالي وزیرستان د اتمانزیو جرګې د قتل په تور ۲ تنه نیولي دي

په وزیرستان کې د یوې جرګې پخوانی انځور.

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو ځايي جرګې د "یو کس د وژلو" په تور دوه تنه نیولي او د هغوی ګاډي يې سوځولي دي.

د اتمانزیو جرګې مشر ملک نصرالله وزیر د سېپټېمبر پر اوومه له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې هغه کسان يې ځکه نیولي چې په ادعا یې، هغوی د سېپټېمبر پر شپږمه په رزمک کې د شخصي دښمنۍ پر اساس يو کس وژلی وو او د پېښې له ځای څخه يې د تېښتې هڅه کوله.

وزیر البته د خپلو تورونو په ملاتړ کوم ثبوت وړاندې نه کړ.

تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر درېیمه د اتمانزیو د جرګې په امر په خیسور سیمه کې د یو کس کور په دې تور سوځول شوی وو چې د مشرانو په دعوه، هغه خپل ورور وژلی وو چې دا د جرګې د پرېکړې سرغړونه ده.

د جرګې دې کار پر ټولنیزو شبکو غبرګونونه پارولي ول او یوشمېر کسانو یې غندنه کړې وه.

د اتمانزیو مشران له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهيسې جرګې ته دوام ورکړی دی چې هدف يې پر حکومت فشار راوستل دي چې په سيمه کې د ناامنيو د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

جرګې د دغې غوښتنې تر منل کېدو پورې په سيمه کې په هر ډول شخصي دښمنيو کې پر وژنو، ماشومانو ته د پوليو وايرس ضد څاڅکو پر ورکولو او په حکومتي غونډو کې د ځايي خلکو پر ګډون بندیز لګولی دی.

دا هم وګورئ:

د شمالي وزیرستان یو مشر ډاکټر ګل عالم وزیر له چاودنې روغ وتی دیملي جمهوري غورځنګ د خپل یو مخکښ وژل کېدو پرضد مظاهرې کويمسودو جرګې په جنوبي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو نه کولو غوښتنه کړېشمالي وزیرستان: پوځ وايي د مشکوکو وسلوالو شپږ کورونه يې ړنګ کړي دي

هغې جرګې د اګست پر اتمه له پرېکړو د سرغړونې په تور هغه مشران ۲۰،۲۰ لکه روپۍ جرمانه کړي ول چې د پېښور په بالاحصار کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره کتلي ول.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر ریحان ګل خټک تر دې وړاندې مشال راډیو ته ویلي ول، چې د اتمانزیو له جرګې سره په مذاکراتو بوخت دي او ډاډ یې ورکړی چې د امنیت ټینګښت او نورو ستونزو د حل لپاره حکومت ګامونه اخلي.

انتظامیې لا د جرګې د تازه اقدام په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي، البته په میرامشا کې د پولیسو او پوځ چارواکو چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نومونو نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې څوک هم قانون په خپل لاس کې اخلي پر ضد به قانوني کاروايي کوي.

حکومت د جرګې د ځینو پرېکړو په غبرګون کې د جرګې پر مشر ملک نصرالله وزیر مقدمه درج کړې ده.