د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي جمهوري غورځنګ د خپل یو مخکښ وژل کېدو پرضد مظاهرې کوي


د ملي جمهوري غورځنګ د مشر محسن داوړ د عتیق الرحمان وژنه غندلې ده او له انتظامیې یې د ناامنۍ مخنیوي غوښتنه کړې ده ـ پخوانی انځور.
د ملي جمهوري غورځنګ د مشر محسن داوړ د عتیق الرحمان وژنه غندلې ده او له انتظامیې یې د ناامنۍ مخنیوي غوښتنه کړې ده ـ پخوانی انځور.

ملي جمهوري غورځنګ په شمالي وزیرستان کې د خپل یوه مشر عتیق الرحمان د وژنې پرضد د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې مظاهرې کوي.

د غورځنګ د خیبر پښتونخوا عمومي سېکرټر ندیم عسکر بېګا مشال راډیو ته وویل، غړي او پلویان یې د جولایي پر نهمه او ۱۰مه مظاهرې کوي.

هغه زیاته کړه ''د عتیق الرحمان وژنه د پارټۍ لپاره د لوی زیان خبره ده ځکه چې دا ډول ملګري چې په نظریاتي بنیادونو یې تربیت شوی وي، ډېر کم وي. په ټول پښتونخوا وطن کې د احتجاجونو اعلان شوی دی."

ندیم عسکر زیاته کړه چې اېن ډي اېم به تل د دهشتګردۍ مخالف وي او د دې مخنیوي لپاره به په عملي توګه خپل ګامونه هم پورته کوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د جولایي پر اتمه وسلوالو د شمالي وزیرستان په حکیمخېلو کې د ملي جمهوري‌ غورځنګ د تپي کلي مشر او د سرکاري ښوونځي پر استاد عتیق الرحمان برید وکړ او هغه یې وواژه.

د میرامشا پولیسو په بیان کې ویلي دي چې د پېښې مقدمه یې دایره کړې او ککړ کسان د قانون منګولو ته سپاري. د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د ملي جمهوري غورځنګ د مشر محسن داوړ په ګډون یوشمېر سیاستوالانو د عتیق الرحمان وژنه غندلې ده او له انتظامیې څخه یې د ناامنۍ مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د جولايي پر دوېیمه هم شمالي وزیرستان میرعلي او رزمک کې په دوه هدفي بریدونو کې دوه کسان وژل شوي ول او دوه نور ژوبل شوي ول.

روان کال کې شمالي وزیرستان کې دې مه ۲۴ هدفي بریدونه شوي چې شاوخوا ۳۰ کسان په کې وژل شوي دي.

تېر (۲۰۲۲ز کال) کې هلته ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول، چې تر ۶۰ زیات مشران ځوانان سیاستوالان دیني عالمان ښځینه او هم امنیتي سرتیري په کې وژل شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهيسې وسلوالو د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې بريدونه زيات کړي دي.

بل خوا ځايي ولس، سیاسي ګوندونو او جرګو د ناامنۍ پرضد په وار وار احتجاجونه کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې هلته دې امن پر ځای کړي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG