عدالت د پي ټي اېم نیول شوي فعالان د ترهګرۍ ضد ادارې ته سپارلي

علي وزیر په اسلام اباد کې عدالت ته د پېشي پر مهال: انځور سېپټېمبر۷، کال ۲۰۲۳

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ یوشمېر فعالان د پلټنو لپاره د ترهګرۍ ضد ادارې ته سپارلي دي او نور یې په عدالتي تحویل کې د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته استولي دي.

د ترهګرۍ ضد عدالت د سېپټېمبر په اوومه نېټه تر اورېدنې وروسته شاه فیصل غازي، فدا الله مسید، وسیم داوړ، جمال مالیار او فدا الله وزیر د دوو ورځو لپاره د ترهګرۍ ضد ادارې ته وسپارل او د غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزیر په ګډون یې نور زاده، ولس یار، کامران او بادشاه پښتین زندان ته واستول.

د غورځنګ هغه ټول فعالان د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې تر جلسې وروسته نیول شوي ول. په هغه جلسه کې د پي ټي اېم مشر منظور پښتین ویلی وو چې پاکستان هغوی ته د احتجاج حق لا نه ورکوي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین جلسې په وینا کې وویل چې په لاهور کې د ځناورو لپاره د احتجاج اجازه شته خو په اسلام اباد کې د پښتنو لپاره د جلسې اجازه نشته.

نوموړي د پاکستان پر پوځ، جاسوسي‌ ادارو او سیاسي مشرتابه سختې نیوکې وکړې.

دا هم وګورئ: پښتون ژغورنې غورځنګ له علي وزیر سره په زندان کې د ناوړه چلند تور پورې کوي

تر جلسې وروسته د علی وزیر په ګډون د پي ټي اېم د فعالانو پرضد د اسلام اباد په درو تاڼو کې د بغاوت، ترهګرۍ، لارو تړلو او په حکومتي چارو کې د لاسوهنې په تورونو مقدمې دایرې شوې دي چې هغوی یې ردوي.

د غورځنګ د غړو وکیل اېمل مندوخېل د سېپټېمبر په اوومه مشال راډیو ته وویل چې د هغوی د ضمانت لپاره یې د اسلام اباد په های کورټ کې غوښتنلیکونه دایر کړي دي چې په اړه یې د سېپټېمبر پر نهمه اورېدنه کېږي.

نوموړی وايي: "اهمه او بنيادي خبره دا ده چي کله يوه واقعه وشي د هغې به يو اېف ای ار درج کېږي، دلته له بدبختۍ نه د اسلام اباد پوليس لخوا نه د پي ټي ايم چي کومه مظاهره شوې وه د دغې يوې د مظاهرې د واقعې درې اېف ای اره درج شول. په ترنول تاڼه کې يو اېف ای ار درج شو، بل په سي ټي ډي کې درج شو او درېيم اېف ای ار بيا په باره کوه تاڼه کې درج شو. د يوې واقعې يو اېف ای ار پکار وو، درې اېف ای اره نه شي کېدی. دوی په مختلفو تاريخونو کې درې پرچې کټ کړې چې دا خپله غيرقانوني کار دی."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پي ټي اېم وايي د ایيني حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي

د حکومت لخوا په درج شویو مقدمو کې د غورځنګ غړي په ناقونونه توګه د خلکو په راغونډولو، پر قانون عملي کونکو ادارو حملو کولو او د رياست خلاف په بغاوت کولو تورن شوي دي. خو پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره سوله ییزه او له قانون سره سمه مبارزه کوي.

د غورځنګ مشران وايي، د خپل حق لپاره پرامن جلسه يا لاريون کول هېڅ جرم نه دی. په دې اړه د غورځنګ د مرکزي ايګزيکټيو کمېټۍ غړي رزاق صافي مشال ريډيو ته وويل: "زمونږ خو ښکاره اواز دی، زمونږ خو ښکاره چغه ده چې ټولې پښتونخوا لپاره، د ټولو پښتنو لپاره امن غوړو. موږ وایو امن غواړو او په هر حال کې یې غواړو."

نوموړی وايي، د دې باوجود چې د هغوی ملګري نیول کېږي او پر هغوی تشدد کېږي، خو هغوی به خپله مبارزه جاري ساتي.

پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې وړاندې په کراچۍ او کوټه کې د خپلو ملګرو د خلاصولو لپاره د پریس کلبونو مخې ته د مظاهرو اعلان کړی وو خو پولیسو د غورځنګ غړي هلته احتجاج ته پرېنښودل. کراچۍ پریس کلب ته د تلو پر مهال د پي ټي اېم ځیني پلویان پولیسو نیولي هم ول. د اجازې نه ترلاسه کولو وروسته غورځنګ د کراچۍ په صدر او د کوټې په منان چوک کې احتجاجي غونډې وکړې او له حکومته یې یو ځل بیا وغوښتل چې د غورځنګ د مخکښ علي وزیر په ګډون دې ټول نیول شوي کسان خوشې کړي.