د اتمانزو جرګې مشر ملک نصر الله وايي په سيمه کې امن غواړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د شمالي وزيرستان د اتمانزيو جرګې مشر ملک نصرالله مېلمه دی. نوموړي په دې وروستيو کې په سيمه کې د امن لپاره جرګې بللي وي. هغه وايي، په سيمه کې د امنیت د ټینګولو لپاره یې د مقامي انتظامیې او د پوځي چارواکو سره څو وارې مذاکرات کړې دي او هیله لري چې مثبتې نتیجې به یې مخې ته راشي. د ده په خبره د خپلو غوښتنو منلو لپاره د پوليو له کمپاين څخه بايکاټ نامناسبه فيصله وه خو د خپل اواز رسولو لپاره يې دا کار کړی وو. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.