د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتمانزیو جرګې په شمالي وزيرستان کې د ټولو دفترونو د تړلو اعلان کړی


د اتمانزيو جرګې مشران او غړي په شمالي وزيرستان کې د امنيت د ټينګښت او په وسايلو کې د خپل حق لپاره احتجاج کوي ـ پخوانی انځور
د اتمانزيو جرګې مشران او غړي په شمالي وزيرستان کې د امنيت د ټينګښت او په وسايلو کې د خپل حق لپاره احتجاج کوي ـ پخوانی انځور

د شمالي وزیرستان اتمانزيو جرګې د اکتوبر له دويمې څخه احتجاجاً د ضلعې د ټولو سرکاري او غیرسرکاري دفترونو د تړلو اعلان کړی دی.

جرګې دا احتجاج د سېپټېمبر پر ۳۰مه تر هغه وروسته پیل کړ چې په وینا یې حکومت او پوځ د امنیت په ټینګښت او د دوی د غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

هغوی د احتجاج په لومړي سر کې د بنو او غلام خان تر مينځ لويه لاره د تګ راتګ پرمخ تړلې وه.

د اتمانزيو جرګې ویاند مولانا بیت الله د اکتوبر پر لومړۍ خبریالانو ته په لېږدولي بيان کې ادعا کړې چې حکومت پر ژمنې سربېره د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی نو ځکه يې د اکتوبر له دويمې د ښوونځيو، کالجونو، د نفوسو د احوال ثبتولو، شناختي کارډونو او پاسپورټ جوړولو ادارې (نادرا) ترڅنګ د ټولو دفترونو تړلو اعلان کړی دی.

نوموړی زياته کړه چې هغوی له تېرو ۱۴ مياشتو راهيسې "قامي لښکر" جوړ کړی وو او له حکومت سره يې مذاکرات وکړل. "حکومت او موږ تر مذاکراتو وروسته پر لوظنامو باندې لاسليکونه کړي دي. خو د حکومت له خوا د امن اقدامات په بشپړه توګه د ولس خلاف دي او د ترهګرۍ پر ضد د دوی هېڅ اقدام نه شته. موږ اخر مجبور شو چې د وزيرستان سړکونه وتړو او ټولې سرکاري او غير سرکاري ادارې بندې کړو."

د اتمانزیو جرګې تر دې مخکې هم په سیمه کې د ناامنۍ خلاف جرګې، ولسي غونډې او احتجاجونه کړي دي او د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول، د ۲۰۱۴ کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکول او د سيمې په وسايلو کې د خپلې ونډې غوښتنې کړې دي.

هغې جرګې په وروستيو کې د اګست پر ۱۵مه په میرلي کې د امنیت ټینګښت او نورو غوښتنو په موخه د "امن پاڅون" په نامه لاریون کړی وو او هلته غځېدلی د ګیس پایپلاین یې د احتجاج په توګه پرې کړی وو.

بلخوا د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د اتمانزيو جرګې له خوا د سرکاري دفترونو بندول د "ترهګرۍ" یو عمل دی او په سرکاري چارو کې "لاسوهنه" ده چې د شمالي وزيرستان د "ناامنۍ" لامل ګرځي.

نوموړي زياته کړه چې د هغه د شمالي وزيرستان ټولو دفترونو ته ليکونه لېږدولي او پولیس او امنیتي ادارو ته يې ویلي دي چې د سرکاري دفترونو د خوندي ساتلو لپاره اقدامات وکړي او چا ته اجازه ور نه کړي چې دفترونه په "زور" وتړي.

د يوسف کريم په وينا، له احتجاجیانو سره يې په وار وار خبرې کړي او هغوی ته يې ډاډ ورکړی دی چې پوځ او پوليس د امنيت ټينګولو لپاره اقدامات کوي او د وسلوالو پرضد يې هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG