عدالت د علي وزیر او پي ټي اېم د ځینو نورو غړو ضمانتونه منظور کړل

علي وزیر په اسلام اباد کې عدالت ته د پېشي پر مهال: د سېپټېمبر اوومې انځور.

د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون غورځنګ غړو علي وزير، کامران، بادشاه پښتين، ولسيار او نورزاده ضمانتونه منظور کړي دي.

د سېپټېمبر پر ۱۱مه د محکمې قاضي ذوالقرنين حسنات د ضمانت د عريضې اوريدنه وکړه او ضمانت يې منظور کړو.

پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر ۱۸مه د اسلام اباد سره نزدې د ترنول په سيمه کې د خلکو جبري ورکولو، د ترهګرۍ د پېښو ، د پښتنو وسايلو لوټلو خلاف او د پښتنو په وطن کې د امن راوستلو لپاره جلسه کړې وه چې تر هغې وروستو يې غړي ونيول شول.

د غورځنګ په غړو يوه مقدمه په ترنول تاڼه کې درج شوه، بله د ترهګرۍ ضد ادارې لخوا او دريمه په باره کهو تاڼه کې وشوه.

د غورځنګ مخکښ او د پارلمان پخواني غړي علي وزير د ترنول او ترهګرۍ ضد ادارې په مقدمو کې تېره اوونۍ ضمانتونه شوي ول خو د باره کهو په مقدمه کې په اډياله جيل کې بندي وو.

د علي وزیر وکیل ایمل مندوخېل د سېپټېمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل. د باره کهو په مقدمه کې تر ضمانت وروسته پر علي وزیر بله مقدمه نشته نو ځکه د هغه د خوشې کولو کاغذونه زندان ته وړي تر څو هغه خوشی شي.

''دا هم عادي ايف ايي ار نه وو. په دې کې د دهشتګردۍ دفعې شاملې وې، دهشتګردانو ته د پيسو ورکولو دفعه پکې وه ځکه يي اورېدنه د انسداد دهشتګردۍ په عدالت کې وشوه. زموږ د معلوماتو مطابق په علي وزير په اسلام اباد کې بله مقدمه نشته. دا درې مقدمې وې او په درې واړو کې يې ضمانت وشو.''

دا هم وګورئ:

عدالت د پي ټي اېم نیول شوي فعالان د ترهګرۍ ضد ادارې ته سپارليپي ټي اېم په کراچۍ او کوټه کې د خپلو ملګرو د خلاصولو لپاره احتجاجونه کړيد اسلام اباد عدالت علي وزیر او ایمان مزارۍ ته ضمانت ورکړی دیعدالت علي وزير او ايمان مزارۍ د درو ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلي

د علي وزير سره د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو غړو کامران، بادشاه پښتين، ولسيار او نورزاده ضمانتونه هم د باره کهو تاڼې او ترهګرۍ ضد تاڼې په مقدمو کې منظور شول.

د سپټمبر پر ۱۱مه د ضمانت د درخواستونو د اوريدنې په موقع د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عدالت ته نه وو راوستل شوي او د دوی په غیرموجودګۍ کې يې وکيلانو دلايل وړاندې کړل.

د غورځنګ نور نیول شوي غړي شاه فيصل غازي، فداالله محسود، وسيم داوړ، جمال ماليار او فدالله وزير په جسماني ريمانډ د ترهګرۍ ضد ادارې ته سپارل شوي دي.

د حکومت لخوا درج شوو مقدمو کې د غورځنګ غړي په ناقونونه توګه د خلکو راغونډولو، په قانون عملي کوونکو ادارو د حملو کولو او رياست خلاف بغاوت کولو تورن شوي دي. د غورځنګ مشران او غړي دا تورونه ردوي او وايي چې د خپل حق لپاره پرامن جلسه يا لاريون کول جرم نه دی.

د اګست پر ۱۸ مه د پښتون ژغورنې غورځنګ اعلان کړی وو چې د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره به د سپريم کورټ مخې ته جلسه کوي خو د اسلام اباد انتظامېي او پوليسو ورته لارې بندې کړې او د غورځنګ غړو بیا د ترنول سره نزدې جلسه وکړه.

جلسې ته د وينا کولو نه پس مدني فعاله او د پخوانۍ وزيرې شيرين مزاري لور ايمان مزاري هم پوليسو ونیوله. هغه هم د غورځنګ د غړو په شان په درې واړه مقدمو کې نومول شوې وه.

مزاري تېره اوونۍ د ضمانت تر اخیستو وروسته له بنده خوشې شوه.