په ډېره اسماعيل خان کې يو پولیس سرتیری وژل شوی دی

د ډېره اسماعيل خان پولیس - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې وسله والو یو پولیس والا وژلی دی.

د ډېره اسماعیل خان ضلعې پولیسو د سيپتمبر پر ۱۱ مه جاري کړي بیان کې ویلي دي چې د سمیع الله په نوم دغه پولیس سرتيري د درابن په جوډیشل کمپلیکس کې دنده ترسره کوله. د بیان ترمخه وسله والو په سګو سیمه کې نن هغه مهال په سمیع الله ډزې وکړې چې له خپل کوره دندې ته روان وو.

په بیان کې همداز ویل شوي چې نوموړی په ډزو کې ژوبل شوی وو چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. د ډیره اسماعیل خان ضلعې د پولیسو بیان زیاتوي چې د سمیع الله په وژنه کې د ککړو کسانو د نیولو لپاره یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي. تر اوسه د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

دا هم وګورئ: ځانګړی رپورټ: ایا پښتون مېشتې سيمې بیا د وسله والۍ دور ته ستنېږي؟

د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي. دوی نه يوازې هدفي بریدونه کوي بلکې د سړک غاړې بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو له لارې یې هم د پاکستان امنيتي ځواکونه هدف ګرځولي‌دي.

تحريک طالبان پاکستان ويلي چې یوازې د اګست په میاشت کې یې ۲۸۹ بریدونه کړي دي. د پاکستان حکومت وايي چې امنیتي ځواکونو هم د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی او هغوی به قوي‌کېدو ته نه پريږدي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې خلکو د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. دوی په بیا بیا پر حکومت غږ کړی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بېلابېلو بیانونو کې ټینګار کړی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې. د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.