د شمالي وزیرستان یو اوسېدونکی په هدفي برید کې وژل شوی

په شمالي وزیرستان کې د پوځ د موجودګۍ باوجود هدفي بریدونه کېږي: انځور له ارشیفه

د پولیسو او ځايي خلکو په وینا د شمالي وزیرستان د میرامشا په پلنګزۍ سیمه کې وسله والو یو ځايي تن په هدفي برید کې وژلی.

د میرامشا پولیسو او استخباراتي چارواکو د سېپټېمبر په ۱۵مه مشال رېډیو ته وویل چې د طارق په نوم یو کس د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی او بریدګر تښتېدلې دي.

پولیس وايي، د طارق دوه زامن هم په ورته ډول دوه کاله وړاندې د نامعلومو وسله والو لخوا په هدفي برید کې په ډزو وژل شوي ول.

تر اوسه چا د دغه حملې ذمه واري نه ده منلې. د سیمې پولیس چارواکو مشال راډیو ته ویلي، هغوی د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر ۱۳مه د میرلي په خیسور سیمه کې وسلوالو یو ځایي تن خان دراز عرف بګټي په ډزو وژلی وو، او په هغه پېښه کې هم برید کونکي تښتېدلي ول. خان دراز د میرامشا کالج د زده کونکیو د سازمان پخوانی مشر وو او اوسمهال یې د سیمې په بلدیاتي حکومت کې کار کولو.

د سېپټېمبر په دویمه نېټه په میرلي بازار کې وسله والو په يو هدفي بريد کې يو کس وژلی او بل یې زخمي کړی وو. هغه مهال د ميرلي تاڼې پولیسو مشال راډيو ته ويلي وو چې وسلوالو د سېپټېمبر پر دويمه په ميرلي بازار کې پر يو ګاډي ډزې وکړي. د پولیسو په خبره په برید کې د ثناالله په نوم يو تن ځای پر ځای ووژل شو او د ابرابر په نوم کس زخمي شو.

همدا رنګه د اګست پر ۲۴مه ځايي مشرانو او اوسېدونکو دعوه کړې وه چې یو امنیتي سرتېري د عبدالرزاق په نوم یو ۱۵ کلن هلک ویشتلی دی. د سیمې اوسېدونکو د اګست ۲۴مې تر پېښې وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې د اګست پر ۲۵مه یې په ننواتې د حکومتي چارواکو تر ورتګ وروسته ختم کړ.

چارواکو هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې هغه هلک په ناپامۍ له سرتېري لګېدلی او وژل شوی وو.

د مشال راډيو د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په شمالي وزيرستان کې ۳۸ هدفي بريدونه شوي دي. په دغو حملو پکې له ۴۰ زیات ځايي قامي مشران، سياستوال او فعالان وژل شوي دي.

په ۲۰۲۲ز کال کې هلته ۴۶ هدفي بريدونه او نهه ځانمرګي بریدونه شوي ول. په شمالي وزيرستان کې له تېرې اوږدې مودې راهيسې هدفي بريدونه روان دي.

ځايي ولس د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. په زياترو دا ډول غونډو کې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.