علي وزير او د پي ټي اېم نور مخکښان له زندانه خوشې شول

علي وزير په يوه جلسه کې تقریر کوي - انځور له ارشيفه

د پارليمان پخواني غړي علي وزير په شمول د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) څو مخکښان له زندانه خوشې شوي دي.

د سيپتمبر پر ۱۹مه، د علي وزیر وکيلانو مشال راډيو ته وويل چې د غورځنګ مخکښ علي وزير او اولسیار وزیر د شپې ناوخته له زندانه خوشې شول. پر همدغه ورځ د پي ټي اېم ۸ نور غړي هم خوشې شوي وو. همداراز د پشتون ژغورنې غورځنګ دوو نورو غړو ډاکټر مشتاق او عادل خان ضمانتونه هم منظور شوي دي. د پاکستان د تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) پر دوی د ترهګرو لپاره د چندو ټولولو مقدمه جوړه کړې وه.

پر دوی د پاکستان امنيتي ځواکونو پر ضد د خلکو د پارونې او تشدد ته د هڅونې تورونه وو.دوی دا الزامونه بې بنیاده بولي. د اسلام اباد هايي کورټ د دوی ضمانتونه ومنل او پولیسو ته یې حکم وکړ چې دغه فعالان خوشې کړي. د پي ټي اېم فعالانو له زندانه د علي وزير د خوشې کېدو ويډيو خپره کړې ده.

تر دې مخکې هم په څو مقدمو کې د علي وزیر ضمانتونه منظور شوي وو، خو نيږدې هر ځل له جېله تر وتلو وروسته بیا په بله مقدمه کې نیول شوی.د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین له زندانه د علي وزیر د خوشي کیدو هرکلی کړی دی. نوموړي پر اېکس چې پخوانی نوم یې ټويټر دی، ليکلي چې د علي وزير، اولسیار وزیر او د هغوی د وکيلانو د استقامت او هڅو ستاينه کوي.

علي وزير او د پښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي، د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې تر جلسې وروسته نیول شوي ول. په هغه جلسه کې د پي ټي اېم مشر منظور پښتین ویلی ول چې پاکستان هغوی ته د احتجاج حق لا نه ورکوي.

دا هم وګورئ: منظور پښتین: پاکستان موږ ته د احتجاج حق لا نه راکوي

د سیپتمبر پر ۱۸مه د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت، قاضي ذولقرنين حسنات د قامې اسمبلۍ پخواني غړي علي وزير او نورو غړو اولسيار ، فدا الله وزير، فدا محمد، شاه فيصل غازي، جمال ماليار او وسيم خان ضمانتونه منظور کړل.

تر دې مخکې د ترنول او ترهګرۍ ضد ادارې په مقدمو کې هم د وزیر ضمانتونه شوي ول خو د باره کهو په مقدمه کې د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې بندي وو. تر عدالتي حکم وروسته چې وزیر خوشې شو، نو پر همغه ورځ د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) کارکوونکو د اليکټرانيک جرمونو د مخنيوي له قانون سره سم ونیو. پر هغه یې پر ټولنیزو شبکو د کرکې خپرولو او د ریاستي ادارو پرضد د خلکو پارولو تورونه پورې شول چې د هغه وکيلان یې ردوي.

د غورځنګ د غړو د بيا بيا نيولو په اړه د پشتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کميټۍ غړي رزاق صافي مشال ريډيو ته وويل چې له دوی سرع تعصب کېږي: "له کله راهیسې چې دا ملک جوړ شوی دی، د پښتنو په اړه یې يوه پالیسي ده. حکومت که د هر چا وي خو دغه پالیسي نه بدلېږي. زمونږ د ملګرو ضمانتونه وشي خو دوی بهر ورته ولاړ وي او بيا يې ونيسي. دلته يو غير قانوني سيسټم روان دی، قانون بیخي شته نه. زمونږ همت او حوصلې لوړې دي، په دغو هتکنډو او زندانونو، موږ له خپلې مبارزې نه په شا کېږو."

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره سوله ییزه او له قانون سره سمه مبارزه کوي. دوی د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې کړې او پر امنيتي ځواکونو یې غږ کړی چې په وسله والو کې دې ښه او بد نه ګوري. د پاکستان پوځ دريځ لري چې د ترهګرو پر ضد بې توپيره مبارزه کوي.