د خیبر پښتونخوا استادانو د رتبو لوړولو او د دندو دایمي کولو غوښتنه کړې ده

د خیبر پښتونخوا استادان وخت په وخت د خپلو غوښتنو لپاره مظاهرې کوي ــ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د دولتي سکولونو استادانو د رتبو لوړولو او د نویو ګومارل شویو ښوونکو د دندو دایمي کولو غوښتنو لپاره مظاهره کړې ده.

په پېښور کې د اکتوبر پر پينځمه د احتجاج ګډونوالو مشال راډیو ته وویل چې دغه ورځ "د ښوونکي ورځ" په توګه لمانځل کېږي خو دوی یې ځکه "توره ورځ" بولي چې حکومت یې غوښتنې نه پوره کوي.

د خیبر پښتونخوا د ابتدايي ښوونځيو د ټولنې مشر عزیز الله خان مشال راډیو ته وویل چې د صوبې پخواني حکومت یې د رتبو لوړولو منظوري ورکړې وه، خو هغه امر لا هم نه دی عملي شوی.

هغه زیاته کړه "د دې صوبې له هغو واکدارانو چې ورسره اختیار دی، دا غوښتنه کوو چې نن [د ښوونکي پر ورځ] له تاسو د خپل هغه جایز حق [امر] غواړو چې د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۷مه د دې صوبې کابینې د وزیراعلا صاحب په مشرۍ کې منظور کړی وو."

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت د استادانو د احتجاج او څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي، خو څه موده مخکې یې ویلي ول چې اوسمهال د مالي ستونزو له کبله د ښوونکو د رتبو لوړولو او د نویو مقررو شویو استادانو د دندو دایمي کولو غوښتنې نه شي پوره کولای.