بنو او ډیره اسماعیل خان کې ماشوم او پولیس سرتېری وژل شوي

په بکاخېل وکې د ناامنۍ ضد د لاریون پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د بنو په بکاخېلو سيمه کې د ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او په يوه بله پېښه کې په ډېره اسماعیل خان کې وسلوالو یو پولیس سرتېری وژلی دی.

د بنو پولیسو په بیان کې ویلي چې د اکتوبر پر اتمه په بکاخېلو کې اووه کلن ماشوم د کرکټ د بال په شکل کې ماین موندلې وو او کور ته يې وړی وو چې هلته پرې وچاودېد. په دې پېښه کې د ماشوم مور او د تره زوی ژوبل شوي هم دي.

بل طرف ته د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په یو بیان کې دعوه کړی چې د اکتوبر پر اوومه یې د شمالي وزیرستان په رزمک کې د وسلوالو کمانډر عظیم الله عرف غازي وژلی دی.

د ډېره اسماعیل خان برید

په همدې حال کې د ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ کې د وسلوالو په برید کې یو پولیس سپاهي وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

د دې ضلع د پولیسو او استخباراتي ادارې چارواکو چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پر اتمه د شپې مهال هتاله تاڼه باندې د لاسي بمونو، راکټ لانچرو او د وړو وسلو برید وکړ چې پکې مرګژوبله واوښتله.

دوی وایي د ډزو په نتیجه کې د تاڼې ودانۍ هم زیانمنه شوې ده. تر برید وروسته وسلوال تښتېدلي خو پوځ او پولیسو د لټون عملیات پيل کړي دي. د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیت وضع خرابه شوې ده.

د سېپټېمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه په بنو او شمالي وزیرستان کې په څلورو جلا، جلا بریدونو کې دوه تنه ووژل شول او درې ژوبل شول. د هغو حملو مسوولیت چا نه وو منلی.

ځايي ولس د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۲۱مه په شمالي وزیرستان کې د دوو او د بنو په ځونیخېلو (جانيخېلو) کې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

پر هم هغه ورځ په میرلي کې وسلوالو له غره څخه څلور توغندي وورول چې دوه یې په یو خالي میدان او دوه پر یو کور ولګېدل چې پکې د یوې ښځې په ګډون درې تنه ژوبل شول. د هغه برید ذمه واري چا نه وه منلې.