د پخوانیو قبایلي سیمو د ښوونې او روزنې بنسټ (اېجوکېشن فاونډېشن) هلته د "سباوون" په نوم د شخصي سکولونو جوړولو اعلان کړی دی.
د یادې ادارې مشر عبدالکریم د اکتوبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې د دې پروژې هدف د قبايلي ضلعو په هغو سيمو کې سکولونه جوړول دي چې پکې ښوونځي نه شته.
نوموړي وړاندې وویل چې سږ کال به ۲۵ سکولونه جوړوي چې د ودانۍ، د استادانو د تنخاګانو او د زده کوونکو د فیسونو پیسې به حکومت ورکوي.
د هغه په خبره، حکومت د دې مقصد لپاره ۸۸ مېليونه روپۍ بېلې کړې دي او د دې پروژې له مخې به سږ کال په باجوړ، مومندو، خيبر، کورمه، اورکزیو او شمالي وزیرستان کې سکولونه تیار شي.
د عبدالکریم په وینا، حکومت به د یادو سیمو په هغو ځایونو کې د سباوون په نوم ښوونځي پرانېزي چې هلته هېڅ سکول موجود نه وي او په هغو سکولونو کې به له تعلیمه محروم ماشومان د زده کړو فرصت پیدا کړي.
د خیبر ضلعې یو مدني فعال تراب علي اپرېدي د اکتوبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، د حکومت دا پروژه په لیرې پرتو غرییزو سیمو کې ډېره ګټوره ثابتېدای شي ځکه چې هلته له اووه څخه تر ۱۰ کېلومیټره فاصلې پورې هېڅ ښوونځي نه شته او ماشومان یا خو هره ورځ لیرې سفرونه کوي او یا له زده کړو بې برخې پاتې کېږي.