طالب چارواکي: د هرات تازه زلزلې لږترلږه ۲،۰۰۰ کورونه ويجاړ کړي

د زلزلې څخه اغیزمن شوی ماشوم په په هرات کې د خیمو مخې ته ولاړ دی ـ د اکتوبر ۱۰مې انځور.

د طالبانو د حکومت وزارت وايي، په هرات کې زلزلو ځپلي په بیړني ډول سرپنا، خوراکي او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.

د وزارت ویاند جانان سایق د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، وروستیو زلزلو لږترلږه ۲،۰۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي او تر دې زیات یې زیانمن کړي دي.

د اکتوبر پر ۱۵مه، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې څلور زلزلې وشوې چې پکې تر ټولو لویه هغه په وار له مخه ځپل شوي هرات ولایت کې وشوه.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې پر خپله ووبپاڼه ویلي دي چې د اکتوبر پر ۱۵مه سهار پر نهو بجو او ۳۶ منټو (دقیقو) د راغلې لومړۍ زلزلې مرکز له هرات ښاره ۳۰ کېلومیټره لیرې وو چې پر رېښتر پیمانه یې شدت ۶.۳ وو.

سایق وویل د خوراکي توکو ترڅنګ خلکو ته د سرپناه برابرولو ډېر ضرورت دی."کوښښ اوس په دې روان دی چې یو خو خوراکي توکو ته ډېره اړتیا ده، بل سرپناه ته ډېر ضرورت دی، ځکه چې ژمی راځي او بیا په خېمه کې ژوند هم ډېر ګران وي. "

طالب چارواکي وایي د اکتوبر ۱۵مې په زلزلو کې دوه تنه وژل شوي او ۱۶۰ ژوبل شوي دي. دا راز هغو زلزلو د هرات ښار په ګډون په زنده‌جان، کوهسان، ګلران، رباط سنګي، ګذره او اوبه ولسوالۍ کې یې د ډېرو خلکو کورونه ویجاړ کړي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د هرات زلزله ځپلي مرستې او د استوګنې ځایونه غواړي

په همدې حال کې د ماشومانو د ساتنې اداره (سيو دي چلډرن وايي، تر سختو زلزلو وروسته، په هرات کې زرګونه کسان په خېمو کې پراته دي. د سازمان په وينا، خېمو ته هم تېره اوونۍ طوفان او دوړو زیان رسولی دی.

ادارې د اکتوبر پر ۱۶مه په اعلامیه کې زیاته کړې، زلزلو کې په شپږو ولسوالیو کې ۲۰،۰۰۰ کسان زیانمن کړي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له زلزلې د اغېزمنو شمېر ۴۳،۳۵۰ یاد کړی. ادارې د اکتوبر پر ۱۶مه په اېکس پاڼه چې پخوانی نوم یې ټویټر لیکلي دي چې اغیزمن شوي د خوړو په ګډون بیړنو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اکتوبر پر ۱۱مه هم په هرات ولایت کې په زلزله کې ۱۲۰ تنه ژوبل شوي ول. رویټرز خبري اژانس د جرمني د ځمکپوهنې او ساینس تحقیقاتي مرکز په حواله راپور ورکړی وو چې پر رېښتر درجې د هغې زلزلې زور ۶.۳ وو.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ویلي ول چې پر رېښتر درجې د اکتوبر اوومې د زلزلې زور هم ۶.۳ وو چې هرات، بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونه یې ولړزول.

ملګري ملتونه وايي چې د اکتوبر اوومې او ۱۱مې په زلزلو کې شاوخوا ۱،۳۰۰ تنه وژل شوي ول خو د طالبانو حکومت د وژل شویو شمېر شاوخوا ۲،۵۰۰ یادوي.

اخوا د اسیا او ارام سمندرګي سیمې لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان اېليېف تر لومړۍ زلزلې وروسته یوې جرمنۍ ورځپاڼې ته ویلي ول چې له افغانستان سره د مالي مرستو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی نو ځکه پکې د قحطۍ امکان دی.

هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستان سره د ملاتړ کچه لوړه کړي.