د پاکستان سپريم کورټ د هغو درخواستونو اوريدنه کوي چې په پوځي عدالتونو کي په عامو خلکو د مقدمو چلولو خلاف ورکړل شوي دي.
د سترې محکمې ترمخه د هغو درخواستونو اورېدنه د اکتوبر پر ۲۳مه ۱۱ نیمې بجې پیلېږي.
د درخواستونو وروستۍ اورېدنه د سپریم کورټ شپږ کسيزه بنچ د اګست پر دریمه کړې وه او ډيرو درخواست ورکونکو وکيلانو خپل دلايل وړاندې کړي ول.
سږ کال د مې پر نهمه د عمران خان تر نيول کېدو وروسته پاریدلو کسانو پوځي او ولسي تاسیساتو ته زیان اړولی وو. تر هغې وروسته پولیسو ګڼ کسان نیولي ول چې د خلکو تر نیولو وروسته پوځ وویل چې پر۱۰۲ کسانو په پوځي عدالتونو کې مقدمې روانې دي خو تر اوسه چا ته سزا نه ده ورکړل شوې.
د قانون پوهانو او شنونکو په وينا دا مقدمه په اخيرنۍ مرحله کې ده.
په اسلام اباد کې خبريال مطيع الله جان وایي اصلي پوښتنه داده چې په عامو خلکو په پوځي عدالتونو کې مقدمه چلېدی شي که نه؟
د عمران خان په حکومت کې د ای ايس ای مشر فيض حميد به کسان پورته کول، جنرال باجوه به هغوی ته سزا ورکولو د پاره پوځي عدالتونه جوړولکرنل انعام الرحمان اېډوکیټ
"نوې خبره دا ده چې دا بنچ کومه فيصله وکړي د هغې خلاف د سپريم کورټ پرېکټس اينډ پروسيجر ايکټ لاندې اپيل کېدلی شي. د اپيل مطلب دا دی چې تر دې لویه جرګګۍ به ورته جوړيږي او ضروري نه ده چې په هغه بنچ کې دې همدا پینځه ججان هم شامل وي. اوس به ګورو چې څه کېږي؟ د ګل (دوشنبې) پر ورځ په دې کيس کې لوی پرمختګ هم کېدلای شي."
په اسلام اباد کې کرنل انعام رحمان ايډوکېټ چې د لادرکه کسانو د پيدا کولو لپاره په مختلفو عدالتونو کې کيسونه کوي او په یاده مقدمه کې هم فريق دی، وایي چې د عمران په خپل حکومت کې ۲۹ کسانو ته پوځي عدالتونو سزا ورکړې وه. هغه مشال راډیو ته وويل چې هغه او ملګرو یې د هغو سزاګانو خلاف هم په عدالتونو کې اپيلونه کړي دي.
هغه وویل: "تر ټوله اهمه خبره دا ده چې د عمران خان په حکومت کې په هغو ۲۹ کسانو کې د چا خلاف هم اېف ای ار نه وو درج شوی، دوی ټول بغير د اېف ای ار نه نيول شوي ول. دوی يو عدالت ته هم نه وو پيش کړل شوي. هغه وخت عمران خان او جنرال باجوه په يو صفحه ول. د ای ايس ای مشر فيض حميد به کسان پورته کول، جنرال باجوه به هغوی ته سزا ورکولو د پاره پوځي عدالتونه جوړول. په دې کې ۲۹ کسانو کې درو ته د مرګ او نورو ته له اتو تر ۱۴ کاله پورې قيد سزاګانې ورکړل شوې وې."
ځینې قانون پوهان په دې اند دي چې په عدلیه کې داخلي تقسیم هم هغه مقدمه اغېزمنولی شي. په دې اړه په اسلام ا باد کې قانون پوه ايمل خان ايډوکيټ مشال ريډيو ته وويل: "په پوځي عدالتونو کې د سیولین ټرايل (پر ملکیانو د مقدمو) په هکله په پاکستان کې قانون موجود دی. اوس به څه خبره کول د وخت نه مخکې وي. دا يو حقيقت دی چې سياسي کارکنان په خاصه توګه د پي ټي ای کارکنان د دې قانون نه متاثره دي. خو په عدالتونو کې دا وخت ډير واضح تقسيم دی چې دا ډيره د تشويش خبره ده."
دا هم وګورئ:
پوځي عدالتونو کې د ملکیانو مقدمو په اړه د سپریم کورټ ممکنه پرېکړه به د خټک پر قضیه اغېز ولري؟د بشري حقونو څار نړیوال سازمان: اسلام اباد دې پوځي عدالتونو کې پر ملکیانو مقدمې نه چلويپوځي عدالتونه څه ډول کار کوي؟د سپريم کورټ د بنچ مشري جسټس اعجازالحسن کوي. په بنچ کې د ده نه علاوه جسټس منيب اختر، جستس يحيي اپريدی، جسټس سيد مظاهر علي نقوي او جسټس عايشه ملک هم شامل دي. د سپريم کورټ پخوانی چيف جسټس عمر عطا بنديال د دې مقدمې اوريدنه د درخواست ورکونکو د غوښتنو باوجود د نامعلوم وخت د پاره ځنډولې وه.
د دې خلاف عمران خان، د پيپلز ګوند يو مشر اعتزاز احسن، سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن، پخواني چيف جسټس جواد ايس خواجه او مدني فعالانو سپريم کورټ ته ۱۲ درخواستونه ورکړي وو. په ۲۲ جون د هغه وخت چيف جسټس عمر عطا بنديال د دی درخواستونو د اوريدنې د پاره نهه کسيزه بنچ جوړ کړو چې وروسته جسټس قاضي فايز عيسا او جسټس طارق مسعود ترې جدا شول او ويې ويل چې لومړۍ بايد د سپريم کورټ پريکټس اينډ پروسيجر ايکټ (د سترې محکمې د کړنلارې او تګلارې قانون) پرېکړه وشي. د جون پر ۲۶مه، د حکومت تر نيوکې وروسته جسټس منصور علي شاه هم د بنچ نه ووتو.
د اګست پر درېیمه د هغه چيف جستس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې شپږکسيزه بنچ د درخواستونو اوريدنه وکړه او په دې حقله يې د فل کورټ جوړولو غوښتنه و نه منله. د سېپتېمبر پر ۱۶مه، جسټس عمر عطا بنديال د ريټايرډ (متقاعد) کېدو نه پس په بنچ کې پینځه ججان پاتې شول.