د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د اکتوبر پر ۲۳مه د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي او ختمولو په موخه واکسیني کیمپېن پیل شو.
له ګوزڼه د پاک افغانستان (پولیو فري افغانستان) په نوم ادارې، چې د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت پورې تړلې ده، د اکتوبر پر ۲۲مه پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، په بیان کې ویلي دي چې د اکتوبر له ۲۳مې څخه کیمپېن په کندوز، تخار، بغلان، پروان، کاپیسا، کابل، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني کې پیلیږي.
د پولیو واکسین کمپاین به سبا دوشنبه، د روان ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په ۲۳مه ( ۱ عقرب، ۱۴۰۲ه ش) په هغو سیمو کې چې نقشه کې په خړ رنګ نښه شوي پیل شي. راځئ له پنځو کالو ټول کم عمره ماشومان واکسین کړو، څو خپل هېواد له پولیو ناروغۍ څخه خلاص کړو. #WorldPolioDay #EndPolio #VaccinesWork pic.twitter.com/dm3TQTFq6J
— Polio Free Afghanistan (@PolioFreeAfghan) October 22, 2023
هغې ادارې په بیان کې له میندو او پلرونو غوښتي چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.
په افغانستان کې د پولیو ضد کیمپېن داسې مهال کېږي سږ کال په هغه هېواد کې پینځه ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې ټول یې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي.
روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د روغتیايي چارو ملي مرکز د اکتوبر پر څلورمه وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۰مه یې د پېښور د شاهین مسلم ټاون سیمې په ناولو یا ناپاکه اوبو کې د پولیو وایرس نمونې موندلې دي.
دا روان کال د پېښور د بېلابېلو برخو په ناپاکه اوبو کې د وایرس د موجودګۍ ۱۳مه پېښه وه. چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۱مه د بنو په ناولو اوبو کې هم د وایرس نمونې موندلې وې.
روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.
د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.
په همدې حال کې د پاکستان د روغتیا وزارت ویلي دي چې په نومبر کې په هغو سیمو کې د پولیو واکسیني کیمپېن کوي چې پکې د وایرس خپرېدو زیات امکان دی.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د ګوزڼ ناروغي موجوده ده.