ملګري ملتونه وايي په پاکستان کې تر ۲ مېليونه زيات ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي

ملګرو ملتونو د پاکستان په ۲۳ سېلاب ځپلو ضلعو کې د سروې پر اساس په ماشومانو کې د خوارځواکۍ راپور خپور کړی دی. پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال سازمان وايي چې د پاکستان په ځینو برخو کې دوه اعشاريه ۱۴ مېليونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

د اي پي سي یا انټېګرېټيډ فوډ سیکيورټي فېز کلاسیفيکیشن په نامه د ملګرو ملتونو دغه سازمان د بلوچستان په ۳۲ او د خيبر پښتونخوا او سیند صوبو په ۲۳ سېلاب ځپلو ضلعو کې د ماشومانو او ښځو د خوړو په اړه دا سروې راپور د روان ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر میاشت کې خپور کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۲ز کال کې د پشکال د بارانونو او سېلابونو له امله د پاکستان په ۹۴ ضلعو کې شاوخوا ۳۳ مېليونه خلک اغېزمن شوي ول.

د ملګرو ملتونو د غوښتنې له مخې دا مهال څه د پاسه ۲۰ مېليونه خلک مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د راپور له مخه، په دغو کې د اووه مېليونو ماشومانو په شمول څه د پاسه ۱۴ مېلیونه خلک بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د راپور ښيي چې دا مهال څلور مېلیونه ماشومان روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او پينځه اعشاريه پينځه مېليونه خلک د څښاک پاکې اوبه نه لري.