د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمو خان اڅکزی وايي افغان کډوال باید په زور او جبر له پاکستانه ونه ویستل شي.
نوموړي د نومبر پر شپږمه د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې روان احتجاجي پرلت ته په خپله وینا کې وویل، دا مهال چې په پاکستان کې له افغانانو سره کوم ناوړه چلند روان دی هغه دوی ته د منلو وړ نه دی.
نوموړي وویل: "دلته په لکونو افغانان پیدا شوي دي. باید د افغانستان او پاکستان چارواکي له یو بل سره کېني او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي. د کډوالو د مسلې ذمه وار د پاکستان او افغانستان حکومتونه او د کډوالو نړیواله اداره ده، دوی باید دا مسله هواره کړي. په کورونو ننوتل، د خلکو تالاشي اخیستل، د کډوالو په زوره وباسل، دا یو ناروا کار دی او باید ودرول شي."
د نومبر اوومه، په چمن ښار کې د وېزې او پاسپورټ لازمې کېدو پر ضد د پرلت ۱۸مه ورځ ده. دا په داسې حال کې ده چې د چمن انتظامیې له پلان سره سم د نومبر پر لومړۍ نېټه پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرلو شرط عملي کړی دی.
دا هم وګورئ:
پاکستاني چارواکي وايي، تر اوسه لږترلږه ۲۴۲۰۰۰ زره بې اسنادو افغان کډوال ستانه شوي یو اېن اېچ سي ار: راجسټر افغان کډوال له پاکستانه نه ایستل کېږيپاکستان قبایل غورځنګ وايي د بې اسناده افغانانو په نوم ټول پښتانه ځورول کېږيپاکستاني چارواکي وايي د تورخم له لارې ۱۷۸,۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته اوښتيد تورخم او چمن له لارې زرګونه افغانې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې ديافغان هنرمندانو له پېښور های کورټ او حکومته غوښتي چې افغانستان ته دې یې نه ستنوي
له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ستنولو خلاف د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په امر د نومبر پر دويمه د کوټې په ګډون د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو او د نومبر په درېیمه د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې مظاهرې شوې وې.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ویستلو لړۍ دوام لري او تر دې مهاله له دوه نیمو لکو زیات افغان کډوال د تورخم او چمن په لارو هیواد ته ستانه شوي دي.
په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) هم ویلي دي چې په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې د مهاجرت او د افغان وګړیتوب یا شهریت کارډونه لري، په جبري ډول له هغه هېواده له ایستلو مستثنا دي. هغې ادارې د نومبر پر پینځمه په بیان کې له پاکستانیو چارواکو غوښتي دي چې د راجسټرو افغان کډوالو له ځورونې دې ډډه وکړي.
تر دې وړاندې د نومبر په څلورمه د بلوچستان په کچلاخ سیمه کې ګڼو ملتپالو ګوندونو له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ویستلو خلاف جلسه کړې وه. په جلسه کې عوامي نېشنل ګوند، له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه جلا شوې ډلې، نېشنل ډیموکرېتېک موومنټ او پښتون ژغورنې غورځنګ سلګونو پلویانو ګډون کړی وو. پولیسو د بلوچستان د هغې جلسې په غبرګون د ځینو ملت پالو ګوندونو د مشرانو او غړو پر ضد مقدمه درج کړې ده.
په اېف ای ار کې ویل شوي چې د نومبر په څلورمه د یو شمېر ګوندونو مشرانو په کچلاخ کې د جلسې پر مهال د بې اسناده افغان کډوالو په حق کې شعارونه ورکول او لویې لارې یې بندې کړې وې.