د پکتیا له پوهنتونه یو سپین ږیری فارغ شوی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه د غلام حضرت په نوم یو سپین ږیری فارغ شوی دی. حضرت ته د خپلې زوکړې نېټه معلومه نه ده خو څه باندې ۶۰ کاله عمر لري او ۴۴ کاله مخکې یې لېسه خلاصه کړې وه خو لوړې زده کړې ورڅخه نیمګړې پاتې شوې. دی د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی دی او وايي چې په بایسېکل یې تر ګردېزه سفر کاوه او امتحانونه یې ورکړل. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.