په کورمه کې چاودنې ۲ ماشومان وژلي، ۶ ژوبل دي

چارواکي وايي یو ژوبل ماشوم یې د درملنې لپاره پېښور ته لېږدولی دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د کورمې چارواکي وايي، په يو چوونکي توکي له زخمي شويو اتو ماشومانو څخه یې دوه مړه شوي او د یو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د کورمې د سدې روغتون مشر ډاکټر نعمان خان د نومبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې هغه ژوبل ماشومان یوه ورځ مخکې له متخوزي کلي ورلېږدول شوي ول چې ورڅخه یې د یو حالت خراب وو نو ځکه یې پېښور ته لېږدولی دی.

د کورمې ضلعې پولیسو یو چارواکي محمدي خان مشال راډيو ته وويل، دا نه ده معلومه چې چاودنه د لاسي بم او که د مارټر یا راکټ د مرمۍ وه خو په وینا یې هغو ماشومانو ورسره لوبې کولې چې د پېښې ښکار شول.

هغه زیاته کړه چې د پېښې ښکار کوچنیانو عمرونه د نهو او ۱۰ کلونو دي چې پینځه پکې نجونې او درې یې هلکان ول او ټول د مختلفو کورنیو غړي دي.

د پاکستان په مختلفو سیمو کې په کور کې د چوونکو موادو او وسلو ساتلو او یا بهر موندل شوې وسلې اکثر ماشومانو ته مرګژوبله اړوي.

روانه میاشت د خیبر پښتونخوا د کواټ په ځنګل خېلو سیمه کې دوو ماشومانو په خپل کور کې په تفنګچې (تمانچه هم بلل کېږي) لوبې کولې چې ورڅخه ډ‌ز وشو او یو ماشوم ووژل شول. د پولیسو په وینا، هغې پېښې دویم ماشوم وار خطا کړ چې په ځان یې هم ډز وکړ او ومړ.

تر دې مخکې په سېپټېمبر کې د سیند صوبې د کشمور ضلعې په کندکوټ سیمه کې ماشومانو په پټي کې د راکټ مرمۍ موندلې وه او کور ته یې وړې وه چې چاودنه وشوه چې پکې دپینځو ماشومانو په ګډون اته تنه ووژل شول.

په خیبر پښتونخوا کې فعالانو د نومبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته ویلي ول چې له لسیزو راهیسې د خراب امنیتي وضعیت له کبله د هغې صوبې په بېلابېلو برخو کې په کورونو کې د وسلو ساتل او نمایش زیات شوی دی.

د دوی په خبره، هغه وسلې نه یوازې د شخصي لانجو او دښمنیو پر مهال کارېږي بلکې له ماشومانو څخه یې د لیرې نه ساتلو له کبله په کورنیو کې د مرګونو پېښو هم لامل کېږي.

پاکستانيو چارواکو هم په تېرو کلونو کې ټینګار کړی دی چې په تېرو لسیزو کې په سیمه کې د امنیت وضعیت خرابېدو او د قانون په نفاذ کې د مشکلاتو له کبله په هغه هېواد کې د وسلو ساتل او ناقانونه کاروبار زیات شوی دی.

خو په پاکستان کې له لایسنس یا اجازتنامې پرته د وسلو ساتل جرم دی. په دې لړ کې د پاکستان حکومت په تېرو لسیزو کې په پخوانیو قبایلي ضلعو کې د وسلوالو ډلو پرضد تر عملیاتو وروسته له ولسي وګړو د وسلو ټولولو کیمپېونونه هم کړي دي او هلته یې د بې اجازتنامې یا لایسنسه د وسلو پر ساتلو بنديز هم لګولی دی.