د پکتیا په څمکنیو کې د ځمکې پر سر شخړه کې ۱۳ کسان ژوبل شوي دي

د ګردېز بازار یوه څنډه. انځور له ارشيفه

د ډېسېمبر په ۱۱مه د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ شهرنو بازار ته څېرمه د څمکنیو د سترکلي او د مقبلو قوم د ستر ګرامي سیمې د اوسېدونکو تر مينځ شخړه شوې، چې د یو لوري ۱۳ کسان پکې ژوبل شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې پينځه ژوبل شوي کسان د ولسوالۍ روغتون او دوه کسان چې ډېر ژوبل ول، د درملنې لپاره کابل ته لیږدول شوي، خو پاتې کسان تر لومړنیو روغتیايي مرستو وروسته کورونو ته رخصت شوي دي.

د مقبلو د سیمې یو اوسېدونکي مولوي محمدنعیم مشال راډیو ته وویل، چې د یادې سیمې ولسوال او د ولسوالۍ امنیتي کسانو د ابتدایه محکمې د پرېکړې پر بنسټ د دواړو قومونو تر منځ خط فاصل یا پوله ټاکله، چې د دوی د قوم اوسېدونکو يې مخه ونیوله.

دا هم وګورئ:

د کورمې او ډنډ پټان مشرانو پرېکړه کړې چې د يو بل ځمکې به نه قبضه کويد سيپاى او عليشيرخيلو شخړه په هوارېدو ده

د نوموړي په وینا، دوی ځکه د دې کار مخنیوی وکړ، چې خط فاصل د دوی د پخوانی هدیرې له منځه تېرېده.

د قضیې بل لوري د څمکنیو د قوم اوسېدونکی حنیف وايي، یادې سیمې ته د دوی مشران او د ولسوالۍ چارواکي ورغلي ول، چې د دواړو قومونو پر ټک (سرحد) باندې وګرځي او دا سیمه له نېږدې وګوري، چې د مقبلو قوم چیغه پسې راووته او په شته کسانو يې د کاڼو او لرګیو ګوزارونه پیل کړل.

بل لوري ته د څمکنیو ولسوال مولوي عزت مخلص رسنيو ته په خپل لیکني پيغام کې ویلي، چې د څمکنیو ولسوالۍ د ستر کلي او ستر ګرامي سیمې د اوسېدونکو تر مينځ د ابتدايي محکمې لخوا د یوه شرعي سند له مخې کتنه کېدله چې د ستر ګرامي خلکو يې مخه ونیوه.

د نوموړي په وینا، دواړو خواوو خپلو مينځو کې يو بل ته لاس واچوه، چې څو تنه په کې برسېرن ټپیان شول.
عزت الله مخلص ویلي، چې اوسمهال حالت نورمال دی او کومه ستونزه نشته.

یاده دې وي، چې په پښتون میشتو سیمو په ځانګړې ډول د لويې پکتیا په قومونو، خېلونو، کلیو او بانډو کې د خلکو تر مينځ د څړځایونو، دښتو او غرونو پر سر له پخوا نه شخړې موجودې دي، چې ډېر کله د مرګژوبلې او اوږدو دښمنیو لامل شوي دي.