د اتمانزو جرګه وايي که حکومت يې غوښتنې و نه مني نو بيا احتجاج پيلوي

د اتمانزو خلکو په سیمه کې د بدامنۍ خلاف له تېر څه مهاله وخت په وخت احتجاجونه کړي دي: انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان اتمانزۍ جرګې د خپلو غوښتنو د منلو لپاره ضلعې انتظامیې ته د ډېسېمبر تر۲۰مې نیټې پورې وخت ورکړی دی.

جرګه غوښتنه کوي چې انتظامیه دې ورسره لیکلې هغه ژمنې پوره کړي چې پکې د سیمې د امنیت پر ځای کول او د هدفي وژنو مخنيوی کول شامل دي. دوی دا غوښتنه هم کوي چې پوځ دې د عملياتو پر مهال عام خلک نه نیسي او د ميرامشاه د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته دې معاوضې هم زر تر زره ورکړل شي.

د جرګې ویاند مولانا بیت الله د ډېسېمبر په ۱۵مه په یو بیان کې وویل، که غوښتنې یې پوره نه شوې نو یو ځل بیا احتجاج پیلوي.

هغه وايي: "موږ د ډېپټي کمېشنر سره یوه جرګه کړې وه او په هغه وخت کې مو ورته د ډېسېمبر ۱۳مه نیټه ورکړې وه چې زموږ غوښتنې دې پوره کړل شي، خو داسې ونه شول. اوس موږ فیصله کړې چې د ۲۰م ډېسېمبر وروسته به وزیرستان ته تلونکې ټولې لارې او همدا رنګه دلته کارکونکې کمپنۍ به هم تړو."

په شمالي وزیرستان کې د ګیسو او د تېلو د ویستلو کمپنۍ فعالې دي چې د اتمانزو جرګې یې د غوښتنو د نه منلو په صورت کې د تړلو دړکه کړېده.

دا هم وګورئ:

د اتمانزو جرګه وايي ځکه بیا احتجاج کوي چې حکومت یې غوښتنې نه دي پوره کړيوزیرستان کې ځينو خلکو ولې د پاکستان د ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله؟د اتمانزو مشران وايي حکومت یې ټولې غوښتنې منلې ديشمالي وزيرستان: د دته خېلو اوسېدونکي وايي د ړنګ بازار ودانولو لوظ دې پوره کړل شي ځونیخېلو بیا د پرلت وهلو دړکه کړېد اتمانزو جرګې د بدامنۍ او هدفي وژنو خلاف مظاهره وکړه

د اتمانزو جرګې مشرانو د نومبر پر لومړۍ نیټه د ضلعې انتظامیې سره تر مذاکراتو وروسته د نومبر پر شپږمه ویلي وو چې حکومت يې له څلورو میاشتو د روانې جرګې ټولې غوښتنې منلې دي. د حکومت له چارواکو سره په مذاکراتو کې د اتمانزو مشر ملک ربنواز وزیر د نومبر پر شپږمه خبريالانو ته ویلي وو چې "زموږ چې څومره مسلې وې هغه ټولې نن حل شوې او پر کاغذ مو سره وليکلې."

خو د اتمانزو جرګې مشرانو نه تر اوسه هغه کاغذ په ډاګه کړی چې د دوی په وینا حکومت ورسره لیکلی وو او نه یې هم دا روښانه کړې ده چې حکومت ورسره د کومو غوښتنو او څنګه پوره کولو ژمنه کړې وه؟

خو وروسته د نومبر پر ۲۷مه د اتمانزو مشرانو وویل چې غوښتنې یې نه دې منل شوې او هغوی یو وارې بیا د احتجاج دړکه وکړه. هغوی د نومبر پر ۲۷مه په میرعلي کې د بنو او میرامشاه ترمنځ سړک د ټرېفک پرمخ تړلی او په سیمه کې یې د پولیو ناروغۍ مخنیوي لپاره د څاڅکو ورکولو پر کمپاین بندیز اعلان کړی وو.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر منظور اپريدي د ډېسېمبر په ۱۵مه د اتمانزو جرګې د غوښتنو اړه مشال راډیو ته ویلي چې مشرانو ته یې کوم ډاډ ورکړی وو حکومت اوس هم پرې ولاړ دی. نوموړي مشال راډیو ته وویل، د جرګې له مشرانو سره ګوري او د هغوی د مطمینولو هڅه به کوي.

د شمالي وزیرستان د میرعلي په عیدکو کې د ۲۰۲۲م کال د جولاي له ۱۷مې د هدفي وژنو پرضد اتمانزایو احتجاجي پرلت پیل کړې وو چې څه باندې یوه میاشت روان وو.

دوی وروسته له ضلعي انتظاميې او امنیتي افسرانو سره د مذاکرات په نتیجه کې سړکونه خلاص وو خو پر عیدک پله یې د علامتي احتجاج لپاره ټینټ لګېدلی وو.

د اتمانزو پرلتوالو غوښتنه کوله چې حکومت دې په سيمه کې د هدفي وژنو د مخنيوی لپاره اقدامات وکړي، د عملياتو پر مهال دې عادي خلک نه نیسي، د ميرامشاه د ړنګ شوي بازار ورغلې معاوضې دې وویشي او د سیمې امنيت دې ټینګ کړي.

د اتمانزو جرګې غوښتنې او د حکومت ژمنې او ‌ډاډګیرنې پر خپل ځای خو په شمالي وزیرستان کې د اناامنۍ او هدفي بریدونو لړۍ په دوامداره توګه روانه ده.

په دې بریدونو کې ځايي فعالان، قبایلي مشرانو، امنیتي ځواکونه او عام ولس په نښه کېږي او وژل کېږي.

د مشال راډیو غونډ کړي ارقام ښيي چې په روان کال کې هم په شمالي وزیرستان کې لسګونه هدفي بریدونه شوي چې پکې تر ۵۰ زیاتو ځايي مشرانو، ځوانانو، فعالانو او حکومتي کارکوونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۲۲م کال کې هم ټول ۴۴ هدفي بریدونه شوي وو چې تر ۶۰ پورې ځايي مشران، ځوانان، مخور، سیاستوالان دیني عالمان، ښځینه او امنیتي سرتیري وژل شوي دي.