د جنوبي وزيرستان په مکين کې ځاي خلکو، فعالانو او تاجرانو د هغې پېښې ضد احتجاج کړی دی چې پکې اووه ښځې ژوبل شوې وې.
د ډېسېمبر پر ۱۶مه، د سیمې د مشرانو جرګې له پوځي چارواکو غوښتنه وکړه چې د مارټر ګولۍ ویشتو او د اووه ښځو ژوبلولو پېښه کې ککړو سرتېرو خلاف دې مقدمه دایره کړي.
د خالي پر ورځ د مکین په احتجاج کې شریک د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر شير زاده مسيد مشال راډيو ته وويل چې بايد د داسي پېښو مخنيوي وشي: " ځايي خلکو احتجاجي مظاهره وکړه. دوی له مقامي انتظامي او پوځ نه غوښتنه وکړه چې د دې پېښې مقدمه دې په مکين تاڼه کې درج کړل شي. د دې پېښي پلټني دې وشي او متاثره ښځو ته دې معاوضه ورکړل شي."
په پېښه کې د ژوبل شوې یوې مېرمنې ورور رسول خان مشال راډیو ته وویل: "زما خپله خور ده، ۵۰ کاله یې عمر دی، د بارودو په چرو لګېدلې ده او سختې وینې ترې تللې دي. د پاکستان پوځ ډرون حمله هم کړې ده او د مارټر ګولۍ یې هم ورولې ده. موږ چې درې ګینټې وروسته هغه راواخیسته نو کافي وینه ترې تللې وه."
خو پوښتنه دا ده چې دغو مېرمنو په غره کې څه کول؟ د دې پوښتنې په ځواب کې په سره روغه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر شېرزاده مسید وايي: "زموږ د علاقې دغه روایات دي چې ګهیځ ګهیځ، د سردۍ په موسم کې، زنانه غره ته درومي او د بلولو لپاره لرګي راوړي. نو هماغه اوه مېرمنې په مارټر ګولۍ باندې زخمي شوې دي."
نوموړی وايي له انتظامیې یې غوښتنه دا وه چې د دې پېښې دې فورا اېف اې ار کټ شي او تحقیقات دې وشي. نوموړی وايي، د ژوبلو مېرمنو د علاج غوښتنه هم کوي.
د مکین د تاجرانو د اتحادیې مشر ملک ریاض مسید وايي: "چا چې دغه حمله کړې، هغو ته دې سخته نه سخته سزا ورکړل شي، پهانسي دې ورکړل شي ځکه چې په بې ګناه تورسرو یې حمله کړې ده. "
نوموړی وايي، پر مېرمنو دا ډول د هوان د توغندي برید کول په سیمه کې هېڅ ډول ساری نه لري.
دا هم وګورئ: جنوبي وزیرستان کې د مارټر ګولې ۷ ښځې ژوبلې کړې ديبلخوا د سيمي يو پوليس چارواکي هدايت الله مشال راډيو ته وويل چې تراوسه پورې دا معلومه نه ده چې دا مارټر ګوله له کومې لوري ويشتل شوې ده. پوځ هم د پېښي په اړه تراوسه رسماً څه نه دي ويلي.
خو په سیمه کې یو استخباراتي چارواکي د ډېسېمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې هغه مېرمنې د مکین بازۍ کلي غره ته د لرګو ټولولو لپاره تللې وې، چې د مارټر ګولې ښکار شوې.
نوموړي زياته کړه، په سیمه کې د پوځ پر یوه پوسته برید شوی وواو پوځ ځوابي ډزې کولې چې د مارټر ګوله په غره کې هغو ښځو ته نېږدې پرېوته.
خو له شمالي وزیرستانه د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني استازي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ تور پورې کړی چې په مکین کې امنیتي ځواکونو پر ښځو ډزې کړې دي.
نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۵مه پر اېکس پاڼه ولیکل چې دا د خلکو پر وړاندې د ریاست بې غوري څرګندوي.