ځینو سیاسي ګوندونو په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د جنايي قانون د ۱۴۴مې مادې پر لګولو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتتنه کړې چې خپله دا پرېکړه دې بېرته واخلي.
د شمالي وزیرستان انتظامیې د ډېسېمبر پر ۱۷مه اعلان کړی وو چې د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې پورې یې په هغه ضلع کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده یا دفعه نافذه کړې ده.
د هغې مادې له مخې، د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د لاوډ سپیکر پر ناسم استعمال بنديز وي.
خو د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو مشال راډیو ته وویل، د انتخاباتو لپاره کيمپېن کول د هغوی حق دی او د انتظامیې لخوا د ۱۴۴مې مادې اعلانول، د انتخاباتو لپاره د هغوی پر تیاریو منفي اغېز کوي.
دا هم وګورئ:
د اتمانزو جرګه وايي که حکومت يې غوښتنې و نه مني نو بيا احتجاج پيلويپه شمالي وزیرستان کې اتمانزیو جرګې د یو تن کور سوزولی دیجنرال اختر: د شمالي وزیرستان مشران او عالمان دې د امنیت لپاره رغنده کردار ادا کړيد شمالي وزیرستان خلک وايي ناامنیو بیا کډوالۍ ته اړ کړيد ملي جمهوري غورځنګ د خیبر پښتونخوا عمومي سېکرټر ندیم عسکر د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې هلته داسې وخت ۱۴۴مه دفعه لګول شوې چې د انتخاباتو نېټه اعلان شوې او سیاسي ګوندونه د هلو ځلو او کيمپېن لپاره تیاری نیسي. "۱۴۴مه دفعه موږ ته دا اندېښنه په زړه کې را اچوي چې دا به د سیاسي ګوندونو پر کيمپېن اغېز وکړي. د انتخاباتو تر اعلان وړاندې باید د وطن سیاسي حالات کتل شوي وای او که د امنیت د ټینګولو لپاره څه ډول اقدامات کول ضروري وي، نو پکار ده چې حکومت دا ذمه واري په خپل سر واخلي."
نوموړي دا هم وویل چې ډارېږي حکومت به د ۱۴۴مې دفعې موده د جنورۍ له لومړۍ نېټې وروسته هم پسې وغځوي.
د شمالي وزیرستان انتظامیې دا اقدام پر داسې مهال کړی دی چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه د عامو انتخاباتو مهالوېش اعلان کړی دی او اوسمهال بېلابېل ګوندونه او احتمالي نوماندان کیمپېن کوي.
په پاکستان کې د انتخاباتي کیمپېن پر مهال ګوندونه او سیاستوالان لویې ولسي غونډې کوي او په کلیو، کوڅو، دوکانونو او ښارونو کې ګرځي او له خلکو څخه رایه غواړي.
په شمالي وزیرستان کې د جمیعت علمای اسلام غړی خالد جان داوړ وايي، حکومت دې ټولو ګوندونو لپاره د انتخاباتي هلو ځلو د جاري ساتلو لپاره پر امنه ماحول برابر کړي. د هغه په وینا د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده د مسلې حل نه دی.
نوموړی زياتوي " كه انتظامیه فکر کوي چې دلته د امن و امان مسله ده، د قامونو ترمينځ د شخړې وېره ده نو د هغې مسلې حل دا نه دی چې دفعه ۱۴۴ دې ولګول شي. دلته انتظامیه موجوده ده، پولیس موجود دي، دلته چارواکي موجود دي، نو که هغوی وغواړي نو د دې مسلې یو اسانه حل را ایستلی شي."
نوموړی وايي حکومت ته پکار دي چې ټولو سیاسي ګوندونو ته یو شان د سیاسي هلو ځلو کولو لپاره مواقعې برابرې کړي.
د شمالي وزیرستان د انتظامیې لخوا د جنايي مادې ۱۴۴مې د اعلان پر مهال دا هم ویل شوي دی چې د هر ډول غونډو جوړېدو لپاره به له انتظامیې څخه اجازه اخیستل اړینه وي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، ټانک او خیبر کې پر امنیتي ځواکونو په بېلابېلو بریدونو کې لسګونه سرتېرو ته مرګژوبله واوښته.