کورمه کې د راکټ مرمۍ چاودنې ۱ ماشوم وژلی او ۳ یې ژوبل کړي دي

په کورمه کې د تاوتریخوالي بېلابېلو پېښو سږ کال لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د راکټ مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې ژوبل دي.

په بوشهره (بوشارو او بوشېرو هم بلل کېږي) کې د ډنډر کلي یو مشر ملک تاجر حسین مشال راډیو ته وویل چې پېښه د ډېسېمبر پر ۲۴مه ماسپښین مهال شوې ده.

ده تور پورې کړ چې د مارټر مرمۍ له جوزاک کلي توغول شوې وه. خو د جوزاک یو مشر ملک رشید زمان د ډېسېمبر پر ۲۴مه شپې مهال مشال راډیو ته وویل چې د هغه کلي اوسېدونکو راکټ نه دی ویشتلی.

د کورمې پولیس هم وايي چې تر اوسه معلومه نه ده چې پېښه څنګه شوې ده. په بره کورمه کې د پولیسو یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پلټنې کوي چې د راکټ مرمۍ په کور کې دننه چاودېدلې او که له بهره ویشتل شوې ده.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر شخړی پیل شوي او بیا په فرقه ییز تاو تریخوالي اوښتي دي. د دې اختلافاتو له کبله د کورمې په بېلابېلو برخو کې خلک په کورونو کې وسلې لري.

البته د کورمې په ګډون د پاکستان په مختلفو سیمو کې په کور کې چوونکي مواد او وسلې او یا بهر موندل شوې وسلې اکثر خلکو ته، په ځانګړي ډول ماشومانو ته، مرګژوبله اړوي.

د نومبر پر ۲۵مه د کورمې په متخوزي کلي کې يو چوونکي توکي دوه ماشومان ووژل او شپږ نور یې ژوبل کړل.

هغه میاشت د کواټ په ځنګل خېلو سیمه کې دوو ماشومانو په خپل کور کې په تفنګچه (تمانچه) لوبې کولې چې ورڅخه ډ‌ز وشو او یو ماشوم ووژل شو. د پولیسو په وینا، هغې پېښې دویم ماشوم وار خطا کړ چې په ځان یې هم ډز وکړ او مړ شو.

په پاکستان کې له لایسنس یا اجازتنامې پرته د وسلو ساتل جرم دی. په دې لړ کې د پاکستان حکومت په تېرو لسیزو کې په قبایلي ضلعو کې د وسلوالو ډلو پرضد تر عملیاتو وروسته له ولسي وګړو د وسلو ټولولو کیمپېنونه هم کړي دي او هلته یې بې له اجازتنامې یا لایسنسه د وسلو پر ساتلو بنديز هم لګولی دی.