په جنوبي وزیرستان کې یو ځايي مخور اکبر جان وژل شوی

د اعظم ورسک يو پخوانی تصویر

د اعظم ورسک د پولیسو مشر عثمان مسید د دیسمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې پرون مازیګر د سړک غاړې په بمي چاودنه کې د یو ځايي ملک شیرین جان زوی اکبر جان وژل شوی دی.

نوموړی وايي، اکبر جان له خپل کور سره نږدې پر موټر سایکل سپور پر سړک روان وو چې د سړک غاړې په ښخ شوي ماین ور وخوت او ووژل شو.

پر اکبرجان د برید ذمه واري تر دې دمه چا نه ده قبوله کړې.

اعظم ورسک د کوز جنوبي وزیرستان برخه ده. د سیمې مشران له حکومته غوښتنه کوي چې په منظمه توګه د سیمې د مخورو مشرانو او فعالانو د وژنې مخه دې ونیسي.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې تر دې وړاندې هم ډېری مشران په ورته ډول په نښه شوي دي. بل پلو حکومت او انتظامیه وايي چې د سیمې د خلکو د سر او مال ساتنې لپاره پولیس او پوځ په شریکه کار کوي.