په يوه بله مقدمه کې د منظور پشتين ضمانت منظور شو

منظور پشتين په يوه جلسه کې تقریر کوي - انځور له ارشیفه

د اسلام اباد یو عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د ترنول تاڼې په اېف اې ار کې ضمانت منظور کړ.

په اسلام اباد کې د ضمانت اورېدنه په ډسټرکټ ( ضلعې) کورټ کې د قاضي یاسر محمود لخوا وشوه. نوموړي د ۲۰۲۳م کال د اتلسم اګست په کیس کې د پښتین ضمانت منظور کړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ ادریس پشتين پر اېکس چې پخوا ټويټر وو ليکلي چې پر پشتين مقدمې جعلي دي. د هغه په وینا زندانونه به یې له مبارزې منع نه کړي.

پر منظور پشتين ټولې څلورې مقدمې وې. د دیسمبر پر ۲۶مه، عدالت د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې منظور کړ خو وروسته یې هغه په يوه بله مقدمه کې د ترنول پولیسو ته په دوه ورځني جسماني ريمانډ وسپاره. تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۱۸مه او ۲۳مه د پشتين د قضيې اورېدنه د جج د نه موجودیت له امله ځنډېدلې وه.

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي ول چې د پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي او وایي چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې چې نښې نښانې یې له ورايه ښکاري.

د پاکستان پوليسو منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیولی دی او پر هغه تور پورې کړی دی چې نوموړی د ریاست پر ضد د خلکو پارولو هڅه کوي خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.