د شمالي وزیرستان په شوه سیمه کې د ګېسو زېرمه موندل شوې ده

د شمالي وزيرستان ميرانشاه ته تللې لاره (انځور له ارشيفه)

د شمالي وزیرستان په شوه سیمه کې د قدرتي ګېسو یوه بله زېرمه موندل شوې ده. دغلته د ماړي پټرولیم په نوم د ګېسو او د تېلو د اېستلو یوه کمپنۍ له تېرې څه مودې راهیسې په کار بوخته ده.

د یادې کمپنۍ چارواکو او د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر مشال راډیو ته ویلي چې په شوه سیمه کې په دوو نورو ځایونو کې ګېس موندل شوي او د ورځې د شپږو لکو مکعب فټه ګېسو د ویستلو ظرفیت لري.

ماړي بټرولیم کمپنۍ تر دې وړاندې د شمالي وزیرستان په ځینو نورو سیمو کې هم قدرتي ګېس موندلي چې د ویستلو لپاره یې د نل لیکو د غځولو کار پیل شوی او دا ګېس به د پنجاب میاوالي سیمې ته په لومړي قدم کې لېږدول کېږي.

دا هم وګورئ: په خيبر کې انتظامیې په غیرقانوني توګه د معدنیاتو پر ایستلو بندیز لګولی دی

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر ډاکټر صادق علي د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، په شوه کې موندل شوې د ګېسو زېرمې د پاکستان ټول ولس ته ګټه رسوي او د نوموړي په وینا د شمالي وزیرستان په نورو سیمو کې هم د ګېسو د لټون لپاره کار روان دی.

نوموړي وویل: "دلته سروې روانه ده، د نورو ګېسو لټون کوو. دلته چې کوم ګېس موندل شوي، د ټول ملک د ترقۍ لپاره مهم کردار لوبولی شي. له دې به ځايي ولس ته هم ډېره ګټه ورسېږي، خلک به روزګار پیدا کړي او په مثبتو کارونو کې به بوخت شي."

په شمالي وزیرستان کې تر دې وړاندې په ترسره شویو پلټنو کې داسې نښې موندل شوې وې چې دغلته د تېلو او ګېسو زېرمې موجودې دي او څو کاله وړاندې د فاټا ډولپمنټ اتارټۍ د معدنیاتو ډایرکټر مشال راډیو ته ویلي وو، د شمالي وزیرستان په بویه شینکي سیمه کې د کآپرو ۳۵ سوه مېلیونو ټنو زخیره موجوده ده چې د سیمې د امنیت د سمېدو وروسته به یې د ویستلو چارې پیل شي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

قبایلي سیمې کوم معدنیات لري اوځايي ولس ورڅخه څومره ګټه اخلي؟

د یوې بلې سروې له مخې چې د پټرولیم یوې برتانوۍ کمپنۍ په ۱۹۹۶ کال کې کړې وه، د بنو او میرامشاه ترمنځ د سړک خوا ته او همدا رنګه په عایشه سیمه کې د پټرولو څینې زېرمې پټې دي.

د شمالي وزیرستان یو سیاسي او مدني فعال ضیاالرحمان وايي، د هغوی سیمه له قدرتي وسایلو او زخیرو نه ډکه ده خو د نا امنۍ له وجې د پرمختګ کارونه نشي کېدای او ولس له دغو وسایلو ګټه نه شي پورته کولی.

ماړي پيټرولیم کمپنۍ له شوې سربېره په دوسلي تحصیل کې هم د تېلو او ګېسو د لټون لپاره پلټنې پيل کړې دي او هلته یې یو کېمپ هم لګولی دی.