سېنېټ کې د انتخاباتو ځنډولو په اړه بل پرېکړه لیک دایر شوی دی

قرارداد یو خپلواک نوماند وړاندې کړی دی - د پارلېمان ودانۍ پخوانی انځور.

د پاکستان په سېنېټ کې د فبرورۍ اتمې د عامو انتخاباتو ځنډولو په اړه یو بل قرارداد دایر شوی دی.

د جنورۍ پر ۱۴مه هغه پرېکړه لیک خپلواک سېنېټر هلال الرحمان د سېنېټ په مرکزي دفتر (سېکرېټرېټ) کې جمع کړی دی چې پکې راغلي دي چې د یخنۍ پر مهال په ځینو سیمو کې د واورې ورېدو او د پاکستان په ځینو برخو کې د ناامنۍ د زیاتېدو له وجې دې ټاکنې وځنډول شي.

دا دویم ځل دی چې په سېنېټ کې د ټولټاکنو د ځنډولو په اړه پرېکړه لیک دایرېږي. تر دې مخکې د جنورۍ پر پینځمه یو بل ازاد سېنېټر دلاور خان هم د یخنۍ او ناامنۍ له وجې د انتخاباتو ځنډولو قرارداد وړاندې کړی وو چې پر هم هغه ورځ سېنېټرانو منظور کړی وو.

البته په هغه غونډه کې له ۹۷ څخه یوازې ۱۴ سېنېټران ناست ول او د نصاب حد یا د یوې پرېکړې لپاره د اړینو لږترلږه غړو شمېر (کورم) پوره نه وو. د مسلم لیګ (ن) استازي افنان الله د قرارداد مخالفت کړی وو او د پيپلز ګوند سېنېټر بهره مند او د تحريک انصاف سېنېټر ګورديپ سېنګ ورباندې له رایې ورکولو ډډه کړې وه او چوپ پاتې شوي ول.

تر هغې یوه ورځ وروسته د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان سېنېټ ته یو قرارداد وړاندې کړ چې پکې یې پر ټاکلي وخت د ټاکنو کولو غوښتنه کړې وه.

نوموړي په پرېکړه لیک کې ویلي دي چې پر خپل وخت د انتخاباتو کول د ایین غوښتنه ده چې انتخاباتي کمېشن او لنډمهالی حکومت یې باید پوره کړي.

دا هم وګورئ:

پوځ وايي د ناامنۍ جلا، جلا پېښو کې ۵ سرتېري او ۷ مشکوک وسلوال وژل شوي ديد پاکستان سېنېټ کې پر ټاکلې نېټه د انتخاباتو کولو لپاره قرارداد دایر شوی دیانوار الحق کاکړ وايي وسلوالو ته سخت ځواب ورکويد پاکستان سېنېټ د راتلونکو عامو انتخاباتو ځنډولو  قرارداد منظور کړی دی

د پاکستان د سېنېټ قراردادونه لازم الاجرا نه وي او زیات قانوني ځواک نه لري، خو هلته د موجودو ګوندونو د استازو او خپلواکه سیاستوالانو د نظرونو ښکارندويي کوي.

څو ورځې وړاندې د جماعت اسلامي، تحريک انصاف او پيپلز ګوند سېنېټرانو پر خپل وخت او شفاف ټاکنو کولو لپاره د سېنېټ غونډې د وربللو درخواست هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو کمېشن د روان کال فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتو کولو اعلان کړی دی.

د پاکستان قامي اسمبلي په اګست میاشت ړنګه شوې وه چې تر هغې وروسته له ایین سره سم، باید انتخابات په درو میاشتو کې شوي وای.

خو انتخاباتي کمېشن وويل چې د ایین له مخې باید لومړی د ۲۰۲۳ز کال له برېښنايي یا ډېجېټل سرشمېرنې سره سم نوې حلقې جوړې کړي نو ځکه په درو میاشتو کې انتخابات نه شي کولی.

تر هغې وروسته د ټاکنو کمېشن د سپریم کورټ په امر د انتخاباتو نېټه او مهالوېش اعلان کړ. سپریم کورټ ویلي ول چې انتخابات دې پر وخت وشي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د انتخاباتو د ځنډولو اراده نه لري او پر ټاکلي وخت یې کوي.