د لاسرسي ځای

تازه خبر

انوار الحق کاکړ وايي وسلوالو ته سخت ځواب ورکوي


وزیراعظم انوار الحق کاکړ
وزیراعظم انوار الحق کاکړ

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي چې وسلوالو ته سخت ځواب ورکوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۱مه په پېښور کې د پولیسو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې وسلوال بېګناه خلک او ماشومان وژني خو دوی ترې نه وېرېږي.

کاکړ پر پولیسو غږ وکړ چې په اعتماد او یقین د وسلوالو پرضد وجنګېږي. "دا سوچ کله هم مه کوئ چې ګواکې تاسې چې کوم جنګ کوئ، هغه په اخلاقي توګه سم نه دی. ترهګرو د دې جګړې کولو پرېکړه خپله کړې ده او هېچا ورباندې زور نه دی کړی."

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم زیاته کړه چې حکومت یې د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې د پولیسو ترڅنګ ولاړ دی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې روانه اوونۍ په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو په درو جلا، جلا حملو کې تر ۱۰ زیات سرتېري ووژل شول او یوشمېر نور ژوبل شول.

د جنورۍ پر اتمه د باجوړ په ماموندو کې د پولیسو پر ګاډي په بمي برید کې پینځه پولیس ووژل او ۲۲ ژوبل شول چې ورڅخه یې دوو پولیسو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

د سیمې د پولیسو ویاند محمد اسرار د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې له ژوبلو څخه یې یو سرتېري د جنورۍ پر ۱۰مه شپې مهال له ورپېښو ټپونو ومړ او په دې توګه د وژل شویو سرتېرو شمېر اته رسېدلی دی.

پولیس وايي چې سرتېري په سیمه کې د پولیو یا ګوزڼ د واکسیني کیمپېن پر مهال د امنیت چارو ترسره کولو لپاره روان ول چې ګاډی یې د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شو.

ټي ټي پي د پولیسو پر بس د بمي برید ذمه واري منلې وه.

تر هغې حملې وروسته د جنورۍ پر اتمه پر ټولنيزو شبکو په خپره شوې يوه ويډيو کې يو پوليس سرتېری په ژړغونې غږ وينا کوي او وايي چې نور له دې قربانيو ستړي شوي دي.

په ویډیو کې ښکاري چې هغه سرتېری د پولیسو د مړيو سر ته ولاړ دی او د خيبر پښتونخوا ګورنر او د پوليسو مشران مخاطبوي او ورته وايي چې هېڅوک يې تپوس نه کوي.

تر باجوړ وروسته د جنورۍ پر ۱۰مه شپې دوه بجې وسلوالو د کواټ په لاچۍ کې د پولیسو پر امنیتي پوسته برید وکړ چې پکې درې سرتېري او یو ولسي وګړی ووژل شو.

د کواټ د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

تر دې یوه ورځ مخکې وسلوالو په بنو کې د پولیو واکسیني ډلې پر ساتونکو پولیسو حمله وکړه او دوه سرتېري یې ژوبل کړل.

د پولیسو ضلعي مشر افتخار شاه رسنیو ته وویل چې وسلوال د میریانو تاڼې په حدودو کې تر حملې وروسته وتښتېدل. دی وايي، وروسته چې پولیسو او پوځ د لټون عملیات کول نو له وسلوالو سره یې په نښته کې دوه پولیس سرتېري ووژل شول.

په بنو کې پر پولیسو د حملې او وروسته په نښته کې د سرتېرو د وژلو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې ومنله او په بیان کې یې وویل چې حملې یې د ګوزڼ په واکسیني بهیر پورې تړاو نه درلود بلکې هدف یې پولیس ول.

ټي ټي پي په بیان کې زیاته کړه چې له پولیسو سره یې په نښته کې دوه وسلوال هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ له اتمې د خیبر پښتونخوا په ټولو ضلعو کې د پولیو پر وړاندې کیمپېن دوام لري.

د ۲۰۲۲ز کال له پای راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو او په تېره په جنوبي ضلعو کې ناامني زیاته شوې ده.

تېر کال د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ پرضد جرګې او مظاهرې وشوې چې تر هغې وروسته امنیتي چارواکو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د امنيت لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا پولیس او د پاکستان پوځ وايي چې د هغې صوبې په بېلابېلو برخو کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG