ملګري ملتونه: سږ کال مېلیونونه افغانان له لوږې او خوارځواکۍ سره مخامخېدای شي

په کابل کې دوه تنه وچه ډوډۍ خرڅوي - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، افغانستان لا هم له لوړې کچې لوږې او خوارځواکۍ سره مخامخ دی.

اوچا د جنورۍ په ۱۴مه پر اېکس‌ پاڼه په بیان کې اټکل کړی دی چې په ۲۰۲۴ز کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۵،۸ مېلیونه خلک له غذايي نامصوونیت سره مخامخ شي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې کافي او غذاییت لرونکو خوړو ته لاسرسی نه لرل غذايي نامصوونیت بلل کېږي. د هغې ادارې په وینا، کافي او غذاییت لرونکي خواړه د انسانانو د بدني او ذهني ودې او فعاله او صحتمند ژوند لپاره اړین وي.

اوچا په بیان کې ویلي دي چې له نړیوالې ټولنې څخه دوامداره مرستو ته اړتیا لري چې دا ډاډ ترلاسه شي چې افغان کورنۍ خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړای شي او په هغه هېواد کې د لوږې مخه ونیول شي.

اوچا د جنورۍ پر ۱۵مه په یو راپور کې ویلي دي چې د بشري چارو ادارو او سازمانونو د ۲۰۲۳ز کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې په افغانستان کې له شاوخوا ۲۹،۴ مېلیونه وګړو سره بېلابېلې مرستې کړې دي.

د ادارې په وینا، په هغه موده کې شاوخوا ۲۴ مېلیونه وګړو خوړو او د ژوند تېرولو لپاره اړینې مرستې ترلاسه کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره زیاتوي چې د ۲۰۲۳ز کال په ۱۱ میاشتو کې له څه باندې ۱۵ مېلیونه افغانانو سره روغتیايي او له څه باندې پینځه مېلیونه ماشومانو او ښځو سره غذايي مرستې شوې دي.

ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې، هلته اقتصادي وضعیت خراب شو او بې کاري زیاته شوه چې له کبله یې د بې وزلۍ کچ هم لوړ شوی دی.