د خوست ډنډکی نوم لري
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خوست د صبریو ځوانانو د یادې سیمې د څپرې غره د پاسه د ډنډکي خوړو مېله جوړه کړې وه. ډنډکی د خوست د خلکو پخوانی او مشهور خوراک دی چې اوس يې له خوسته بهر هم ډېر مینه وال پیدا کړي او خوستوال يې خپلو مېلمنو ته په ډېر خوند او مینه تیاروي.
که څه هم اوس مهال د ډنډکي تر څنګ چې د غټو وریژو او مېوو له ترکیبه پخیږي، د مېلمنو لپاره نور خواړه هم تیارېږي خو عموماً د ډنډکي دپاسه د غوا تازه ژېړغوړي، کورنۍ مستې او کرت اچول کیږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې: