کوټه کې د بلوڅانو د جبري بې درکیو پرضد احتجاجي جلسه شوې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کوټه کې د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتي کمېټۍ په بلنه د جبري بې درکیو او ماورای عدالت وژنو پرضد احتجاجي جلسه شوې ده. د جنورۍ ۲۷مې جلسې ته ګڼ داسې کسان ورغلي ول چې د کورنیو غړي یې ورک دي. له هغو څخه یې ځینو مشال راډیو ته وویل چې کلونه تېر شول خو د خپلوانو او عزیزانو یې هېڅ درک نه لګي. بلوڅانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې د ماورای عدالت وژنو او جبري بې درکیو پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان حکومت وايي، د ماورای عدالت وژنو پلټنې کوي، د ککړو کسانو پرضد اقدامات کوي او د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن خپل کار ته دوام ورکړی دی. ویډیويي رپورټ.