د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچ يکجهتي کمېټي: امنيتي ځواکونو ۲ احتجاج کوونکي وژلي او له ۳۰۰ زیات یې نيولي چې باید خوشې یې کړي


ماهرنګ بلوچ په ګوادر کې پرلتوالو ته د وينا په حال کې
ماهرنګ بلوچ په ګوادر کې پرلتوالو ته د وينا په حال کې

د بلوڅانو يووالي (یکجهتي) کمېټې مشران وايي په بلوچستان کې امنيتي ځواکونو د دوی ۲ غړي وژلي او له ۳۰۰ زیات یې نيولي‌دي.

د بلوچ يکجهتي کمېټې یوې غړې نادیه بلوچ د جولای پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې د جولای له ۲۴مې راهیسې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې پر کورونو د چاپو په وهلو سره د خلکو ګرفتارۍ روانې ساتلې دي. هغه ادعا وکړه چې له دغې مودې راهیسې، له ۳۰۰ زیات بلوڅان نيول شوي او په ګوادر او مستونګ کې دوه کسان وژل شوي دي.

نادیه چې د دې پرلتوالو د مشرې ماه رنګ بلوچ خور هم ده، په خپلو خبرو کې د بلوچ يکجهتي‌ کمېټې دا غوښتنه تکرار کړه چې ټول نيول شوي کسان دې خوشې او د مظاهرينو په مخ تړلې لارې دې خلاصې شي. هغې زیاته کړه چې تر څو پورې یې غوښتنې نه وي منل شوي په ګوادر کې به یې پرلت او په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې روانې وي.

په بلوچستان کې امنيتي ځواکونو د پرلتوالو د وژنې په اړه څه نه دي ويلي. خو د بلوچستان حکومت د امنيتي ځواکونو لخوا د ډزو په اړه د پرلتوالو ادعاوي ردوي او مظاهرين د امنيت په خرابولو تورنوي. د صوبې د کورنيوو چارو وزير د جولای پر ۲۹مه رسنيوو ته لېږلي بيان کې ادعا کړې چې پر پرلتوالو تشدد نه دی شوی. مير ضياالله لانګو زیاته کړې چې حکومت مذاکرات کول غواړي او هېچا ته د امنيت ګډوډولو اجازه نه ورکوي. نوموړي تور پورې کړ چې احتجاج کوونکو له تشدده کار اخیستی دی.

خو بلوچ یکجهتي کمېټې پر فیسبوک او اېکس هغه ويډيوګانې خپرې کړې چې د پاکستان سرحدي ځواکونه (اېف سي) پکې پر لاریونوالو ‌ډزې کوي. په ويډيوګانو کې دا هم ښکاري چې ګڼ مظاهره چيان نيول شوي او د پولیسو ګاډو ته خېژول شوي دي. د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په يو بیان کې د سوله ییزو مظاهره چيانو نیول غندلي او پر حکومت یې غږ کړی چې نيول کسان دې خوشې کړي.

پر دغو حکومتي اقداماتو سربیره، د ماه رنګ بلوڅ په مشرۍ په زرګونو بلوڅانو په ګوادر کې د جبري لادرکو کسانو د موندلو او د خپلو حقونو لپاره تر ولسي غونډې وروسته پرلت پیل کړی دی. د جولای پر ۲۸مه، د بلوچ يکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅې په خپله وينا کې وويل چې پر حکومتي خنډونو سربیره د زرګونو خلکو حاضرېدل په دې معنا دي‌چې "ولس د واکمنو له جبر په تنګ دی".

هغې د پاکستان حکمرانان مخاطب کړل او زیاته یې کړه: "دلته په هره خوا کې پوځيان ښکاري. بلوچستان په يو پوځي زون بدل شوی دی. موږ دا نه منو. نور بس دی. موږ نور د جبر لاندې ژوند نه شو کولی. د بلوچستان وسايل د دې ځای د خلکو دي. هېچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ استحصال وکړي."

ماه رنګ بلوچ زیاته کړه چې د بلوچستان حکومت او امنيتي ځواکونه دې د خلکو مخه نه نیسي. هغې غږ وکړ چې ټول هغه کسان دې خوشې شي چې د ګوادر جلسې ته د تګ په وخت نيول شوي دي. نوموړې همداراز د پاکستان پر حکومت د جبري لادرکیوو د ودرولو او د امنيتي ځواکونو په لاس د وړل شويو خلکو عدالتونو ته د حاضرولو ټينګار وکړ.

د پاکستان پوځ دريځ لري چې د لادرکو خلکو شمېر په زرګونو کې نه دی. د پوځ وياند میجر جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپېنډۍ کې په يوه خبري غونډه کې ادعا کړې وه چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی ورک دي.

خو په ۲۰۱۱ کال کې د جبري لادرکيوو قضيو د څيړلو لپاره د پاکستان حکومتي کمېشن د جولای پر لومړۍ نېټه په راپور کې ويلي چې تر اوسه یې د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د ۱۰۲۸۵ جبري لادرکيو قضیې ثبت کړې دي. د کمېشن د ادعا له مخې، له هغو څخه یې ۸۰۱۵ قضیې هوارې شوي او نورې لا پاتې دي. دې کمېشن زیاته کړې چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۱۹۷ قضيې ثبت کړې دي.

بلخوا ماه رنګ بلوچ په ګوادر کې ناستو پرلتوالو ته په وينا کې ويلي چې چين او نور نړیوال قوتونه بايد په دې پوه شي چې په بلوچستان کې د موجود ګېس، سکرو او نورو وسایلو حق د دې صوبې د خلکو دی. هغې زیاته کړه چې پر دې وسايلو د واک ترلاسه کولو لپاره به خپله سوله ییزه او د عدم تشدد مبارزه جاري ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپېک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د بلوچستان د ګوادر بندر مرکزي حیثیت لري. هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت برخه دي. د پاکستان او چین حکومتونو په ۲۰۲۱ کال کې اعلان کړی وو چې له ګوادر ښاره د امنيت لپاره اغزن تار لګوي. خو د بلوچ یکجهتي کمېټې، مدني فعالانو او ګڼو سیاسي ګوندونو تر احتجاجونو وروسته حکومت اعلان وکړ چې دغه کار یې ځنډولی دی.

XS
SM
MD
LG