په خوست کې د ۱۰۰ کسانو ډله ییز قبر موندل شوی دی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خوست ولایت له مرکز سره نېږدې په یوه سیمه کې یو ډله ییز قبر موندل شوی دی. د خوست په ښاروالۍ کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه ۱۰۰ تنه څه باندې څلور لسیزې مخکې وژل شوي او بیا یوځای ښخ شوي ول. د خوست اوسېدونکي وايي د پخواني شوروي اتحاد یرغل او د شوروي پلوي حکومت په کلونو کې ګڼ کسان نیول شوي او بې محکمې وژل شوي ول. ویډيويي رپورټ.
یادګېرنه: د دې ویډیويي رپورټ ځینې برخې ښايي ځینو کسانو ته ځوروونکې وي.