پاکستان کې د اېکس یا ټوېټر شبکه ځنډول شوې

په پاکستان کې خلک اېکس شبکه پر سیاسي موضوعاتو د بحث او خبرونو شریکولو لپاره کاروي ـ انځور له ارشیفه.

د پاکستان په یوشمېر برخو کې د فبرورۍ پر ۱۷مه ټولنیزې شبکې اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، ته د خلکو لاسرسی محدود شوی وو.

د نېټ بلاکس په نوم یوې ادارې، چې پر نړيواله سطحه انټرنېټي چارې څاري، د فبرورۍ پر ۱۷مه په یو بیان کې په پاکستان کې د اېکس د محدودیت تصدیق کړی دی.

د مشال راډیو خبریالان وايي چې د فبرورۍ پر ۱۷مه شپې مهال په اسلام اباد، کراچی او پېښور کې اېکس بند وو.

حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د مبینه درغلۍ ضد د تحریک انصاف او نورو ګوندونواحتجاجونه روان دي.

په پاکستان کې ګڼ خلک پر سیاسي او نورو موضوعاتو د بحث او د خبرونو خپرولو لپاره اېکس کاروي. په وروستیو کې هم ډېرې خلک په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو پر ضد د غونډو په اړه پر اېکس ژوندي بحثونه او لیکنې، ویډیوګانې او عکسونه خپروي.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه ټولټاکنې شوي دي. پر هغه ورځ حکومت د هغه هېواد په ګڼو برخو کې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټي خدمات ځنډولي ول. هغه وخت د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې دا کار یې د امنیت ټینګښت لپاره کړی وو.