نورستان کې د کمر نړېدو پېښه کې ۲۵ تنه وژل شوي دي

د نورستان په ځینو برخو کې په ژمي کې سخته واوره اوري - پخوانی انځور.

د افغانستان په نورستان ولایت کې د طالبانو د حکومت چارواکي او ځايي خلک وايي چې په نورګرام ولسوالۍ کې د واورې ورېدو پر مهال د غره کمر پرېوتو په پېښه کې ۲۵ تنه وژل شوي او تر ۲۰ پورې کورونه ړنګ شوي دي.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې ملي ټېلېوېژن د فبرورۍ پر ۱۹مه پر اېکس پاڼه په خبر کې ویلي دي چې پېښه د فبرورۍ پر ۱۸مه شپې مهال شوې ده.

د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند ملا جانان سایق رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې په پېښه کې ۲۵ تنه وژل شوي دي. "د واورو د ورښت له امله د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د نقرې په کلي کې د غره د ښویېدو له امله تقریباً ۲۵ هېوادوال شهیدان شوي او اته نور ټپیان شوي دي. د کلي کورونه په کلي او جزيي توګه تقریباً له ۱۵ تر ۲۰ پورې کورونه تخریب شوي."

تر دې مخکې د نورستان د اطلاعاتي او فرهنګي چارو رییس مولوي سمیع الحق حقبین رسنیو ته ویلي ول چې له خاورو څخه یې د شپږو کسانو جسدونه ایستلي دي او زیاته کړې یې وه چې په پېښه کې د مرګژوبلې شمېر لوړېدای شي.

نورستان د افغانستان په ختیځ کې پروت غرییز ولایت دی چې په ځینو برخو کې یې په ژمي کې سخته واوره اوري.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې هم د فبرورۍ له ۱۸مې راهیسې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې څلور تنه وژل شوي او نهه ژوبل دي.